سیمه ییز خبرونه
افغان حكومت دې د برښنا قانون توشح كړي- ميرويس عالمي
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
د برښنا تصدي څلور كاله وړاندې هېوادوالو ته د ښو خدمتونو د وړاندې كولو په موخه پر برښنا شركت واوښته؛ خو ويل كيږي، چې تر اوسه دغه شركت د خلكو له اړتياوو سره برابر خدمتونه نه دي وړاندې كړي.
د برښنا شركت تجارتي ريس ميرويس عالمي وايي، چې:
په افغانستان كې د برښنا په برخه كې د قانون نه شتون لامل شوى، چې د برښنا رسونې شبكې لازم پرمختگ ونكړي.
نوموړى وايي، چې د د برښنا د شپږ ويشت سلنې ضايع كيدو ته په كتو افغانستان اوس هم د هغو هېوادونو په كتار كې دى، چې د سيمې په كچه يې د برښنا ډېره انرژي بې ځايه ضايع كيږي.
د اوبو او برښنا وزارت د څېړنو له مخې هېوادوالو ته د برښنا د خدمتونو د وړاندې كولو كچه له شپږ سلنې څخه څلويښت سلنې ته پورته شوې ده.