سیمه ییز خبرونه

افغان حكومت د افغانيو د ارزښت ساتنې كره تگلاره نه لري

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د اقتصادي مسايلو يو شمېر كارپوهان وايي:

افغان حكومت په ځانگړي توگه د افغانستان بانك د افغانيو د ثبات ساتنې لپاره كره تگلاره نه لري.

د دوى په باور، تر هغې، چې له كورنيو توليداتو ملاتړ ونشي او سوداگريزه كچه رامنځته نشي، د دالرو په وړاندې به افغانۍ بې ارزښته پاتې وي.

وړاندې له دي د افغانستان بانك رييس ويلي ول، افغانۍ؛ ځكه رالويدلې چې ډېري كسان په ناقانونه توگه پيسي ليږدوي.

د شنبي په ورځ(د غويى۲۸) د افغانستان بانك رييس نورالله دلاوري په ولسي جرگه كي وويل:

افغانۍ نه ده رالويدلې، بلكې دالر په نړې كې اوچت شوي دۍ.

ښاغلي دلاوري همدا راز زياته كړې، چې خلك د ۲۰۱۴م كال په وړاندې اندېښنه لري او له همدې وجهې په ناقانونه توگه بهر ته پيسې ليږدوي او د افغانۍ ارزښت يي اغېزمن كړى دى.

د افغانستان بانك ښيي، چې:

يورو نولس اعشاريه پېنځه په سلو كې، هندې كلدارې يو دېرش اعشاريه اته څلويښت په سلو كي، زر پاكستانۍ كلدارې دوه شپيته اعشاريه پېنځه په سلو كې، روسي روبل اوولس په سلو كې او افغانۍ اوولس په سلو كې د امريكايي دالرو په وړاندې رالويدلي دي.

د كابل پوهنتون استاد سيد مسعود د افغانستان بانك پر تگلارو نيوكه كوي او وايي:

تراوسه دغه بنسټ نه پوهيږي، چي په بازار كې څومره اسعار شته او څرنگه كولى شو د افغانيو ارزښت ثابت وساتو.

ده ټينگار وكړ، چې حكومت دې له كورنيو توليداتو او د افغانستان له سوداگريزې كچې ملاتړ وكړي.كه دا كار ونشي افغانۍ به همداسې خپل ارزښت له لاسه وركوي.

د ښاغلي مسعود په باور، تر پېنځه راتلونكيو كلونو بايد د افغانستان بانك د يوې نوې تگلارې له مخې بازار ته د پيسو ليلام وغزوي.

بانكي څرگندونې ښِيې، چې د افغانستان بانك د افغانيو د ارزښت ساتنې لپاره يوازې په تېر ۱۳۹۱ لمريز كال كې څه باندې دوه زره څلور سوه ميليون دالر بازار ته عرضه او وړاندې كړي دي.

Trending

Exit mobile version