سیمه ییز خبرونه
افغان حكومت د انتقالي عدالت د پلي كيدو په اړه لازم كار نه دى كړى
د مدني ټولنې يو شمېربنسټونه وايي، چي په تېرو لس كلونوكي د افغان حكومت له خوا انتقالي عدالت د تطبيق په برخه كې لازم كار نه دى شوى او په دې دوره كې د بشري حقونو سرغړوونكي له پخوا ډېر پياوړي شوي دي.
په كابل كي د مدني ټولنې فعال عبدالرحمان جامي وايي، چي د افغانستان د ملي يووالي د ټينگښت او پياوړتيا لپاره د انتقالي عدالت پلي كيدو ته ډېره اړتيا ليدل كيږي.
نوموړى زياتوي، په تېرو دېرش كلونو كې په ميليونونو افغانان وژل شوي، ټپيان شوي او بي كوره شوي، چې بايد عاملين يې مجازات شي.
د نوموړي په وينا، د انتقالي عدالت تطبيق ته دې د يو بهير په توگه وكتل شي نه د يوې پروژې په بڼه .
اجمل بلوچ زاده د مدني ټولنې فعال وايي:
د انتقالي عدالت تطبيق ته راتلونكى حكومت بايد ډېر كار وكړي.
نوموړى زياتوي، په اوسني حكومت كې دې برخې ته پاملرنه نه ده شوې، بلكې د بشري حقونو سرغړوونكي نور هم پياوړي شوي دي.
د مدنې ټولنې دا بنسټونه د بشري حقونو له خپلواك كميسيون څخه غواړي، چې هغه رپوټ ژر تر ژره خپور كړي، چي په افغانستان كې د بشري حقونو د سرغړوونكيو په اړه چمتو شوى دى.
د بشري حقونو خپلواك كميسيون وياند رفيع الله بيدار وايي، چي دا كار به هغه وخت تر سره شي، چې افغان دولت او نړيواله ټولنه يې تضمين وكړي.
د يادونې وړ ده، چې د مدني ټولنو د يو شمېر بنسټونو له خوا د انتقالي عدالت په اړه دعامه پوهاوي يو كمپاين پيل شو، چي د هېواد په اووه زونونو كې به دوام وكړي.