سیمه ییز خبرونه
افغان حكومت د بګرام زندان چارې كورنيو چارو وزارت ته سپارلې دي
د ملي امنيت شورا په غونډه كې كورنيو چارو وزارت ته د بګرام زندان د سپارلو د پرېكړې سربېره ويل شوي، چې له دې وروسته بهرني سرتېري په افغانستان كې د عملياتو، د افغانانو د نيولو او بندي كولو حق نلري.
د بګرام زندان څخه د يو شمېر زندانيانو د خوشې كولو په باب د افغان دولت له پرېكړې وروسته د ملي امنيت شورا پرېكړه كړې، چې د بګرام زندان چارې كورنيو چارو وزارت ته وسپاري.
د افغان ولسمشر په مشرۍ د ملي امنيت په شورا كې دغه راز پرېكړه شوې، چې بهرنیان د افغانستان په خاوره کې د عملیاتو او د افغانانو د نیولو حق نه لري او د بګرام زندان په تړاو ټول لنډمهالي ترتیبات لغوه اعلان شوي دي.
د كورنيو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي:
دوى ته د بګرام زندان له سپارل كېدو سره په دغه زندان كې له بندي كسانو سره داسې چلند كېږي لكه د هېواد په نورو زندانونو كې، چې له زندانيانو سره كېږي.
د سیاسي چارکارپوه عتیق الله امرخیل هم په دې باور دی، چې د بهرنيانو لخوا د افغانانو نيول او زندان ته اچول د افغانستان پر ملي حاكميت تېرى بلل كېږي.
نوموړی زیاتوي، چې لاهم د بګرام زندان زياته برخه د بهرنيانو لخوا اداره كېږي.
افغان دولت د بګرام له زندان څخه لسګونه كسان خوشې كړي دي. د بګرام زندان د زندانيانو د دوسيو څېړنې ته يوه كمېټه جوړه كړه، چې چارې يې له نيوكو سره مخامخ هم وي.
په دې وروستيو كې دغې كمېټې د اته اتيا زندانيانو له ډلې د اووه دېرشو زندانيانو د سپين والي پخلى وكړ، خو امريكا وايي، چې دغه شمېر زندانيان د افغان او نړيوالو سرتېرو په وژنه كې لاس لري.
سپينه ماڼۍ خبردارى وركړى كه دغه شمېر زندانيان خوشې شي، د كابل واشنګټن اړيكې ترينګلې كولى شي.