سیمه ییز خبرونه
افغان حكومت د طبيعي زيرمو د راسپړلو په تړونونو كې بيړه كړې
له هغې وروسته، چې د لوگر د عينكو مسو كان راسپړونكې چينايي كمپنۍ ام سي سي غوښتنه وكړه، چې د تړون پر موادو بايد له سره غور وشي، په اقتصادي او سياسي كړيو كې اندېښنې راپورته شوې.
د كابل پوهنتون استاد سيد مسعود وايي، چې د سرپل د تېلو د زيرمې د راسپړلو بلې چينايي كمپنۍ هم تر اوسه د تړون پر موادو عمل نه دى كړى.
د سوداگرۍ او صنايع خونې د عامل پلاوي مرستيال توفيق داوري افغان حكومت د طبيعي زيرمو د راسپړلو په تړونونو كې بيړه كړې ده.
د افغانستان د شفافيت ادارې د كانونو د څانگې څېړونكى جاويد نوراني وايي، په دې كې شك نشته، چې افغان حكومت له دوه زره څوارلسم كال وروسته د حكومتي چارو لپاره پيسو ته اړتيا لري؛ خو په كار نده، چې ملي شتمنۍ او طبيعي زيرمې ليلام كړ شي.
دا په داسې حال كې ده، چې د وزیرانو شورا، له درې ترکي، کویتي او افغان شرکتونو سره د افغان – تاجک د نفتي حوزې د تولیداتو د کشف او وېش قرارداد تصویب کړ. ویل کیږي، چې افغانستان به له دغه مدرکه، په راتلونکيو ۲۵ کلونو کې شاو خوا ۱۶ میلیارد دالره عاید ترلاسه کړي.