سیمه ییز خبرونه

افغان حكومت غواړي يو ځل بيا د قطر دفتر پرانيزي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، چې افغان حكومت چمتو دى تر څو يو ځل بيا د قطر د دفتر له آدرسه د سولې خبرې پېل كړي ځكه، چې تر اوسه د دغه دفتر له پاره بل ځاى په نظر كې نه دى نيول شوى.

له ډېرو ناندريو وروسته د قطر دفتر د روان كال د چنګاښ په مياشت كې پرانيستل شو، خو پر دغه دفتر د طالبانو د بېرغ پورته كېدو يو لړ منفي غبرګونونه وپارول .

افغان حكومت له امريكا سره د امنيتي تړون پر سر خبرې بندې كړې او د قطر د دفتر د بندېدو غوښتنه يې وكړه، خو د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت يو ځل بيا له دغه دفترڅخه د سولې د خبرو پېلېدو ته چمتوالۍ ښودلى دى.

په همدې حال كې د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسی زی د ملا عبدالغني برادر خوشې كېدل د سولې د خبرو لپاره يو مثبت ګام بولي.

نوموړى همدارنګه وايي، افغان حكومت چمتو دى تر څو ملا برادر ته په افغانستان كې د استوګنې مصئونه شرايط برابر كړي.

بل خوا سیاسی كارپوهان جاوېد کوهستاني او بسم الله شېر بيا په دې باور دي، چې ملا برادر ته ورته كسانو خوشې كېدل په افغانستان كې د جګړې له دوام پرته بله پاېله نه لري او د بهرنيو چارو وزارت دغه سياست بې ځايه او بې ګټې بولي.

دوی همدارنګه وايي، تجربو ښكاره كړې، چې خوشې شوي وسله وال طالبان له خوشې كېدو وروسته يو ځل بيا د وسله والو طالبانو له ليكو سره يو ځاى شوي او په ترهګريزو بريدونو كې يې برخه اخيستې ده.

له دې سره سره افغان دولت د ملا برادر پر خوشې كېدو ټينګار كوي.

Trending

Exit mobile version