سیمه ییز خبرونه
له هند سره د افغانستان د اوږد مهالو همكاريو هوكړه ليك لاسليك شو
افغان ولسمشرحامد كرزى، چې د يو پلاوي په مشرۍ د سه شنبې په ورځ د تلې په ۱۲ هند ته په دوه ورځني سفر رسيدلى؛ له دغه هېواد سره يې ماښام مهال د يو گډ پلاوي په مشرۍ د اوږدمهالو همكاريو هوكړه ليك لاسليك كړ.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، چې:
افغان ولسمشربه د هند په يوه تحقيقاتي مركز كې د افغانستان د لس كلونو پرلاسته راوړنو خبرې وكړي.
د كابل پوهنتون استاد سيد احمد نجيب محمود وايي، چې:
له هندوستان سره د افغانستان نږديوالى پرپاكستان جدي اغېزه كولى شي.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسى زى وايي، چې:
افغان ولسمشرپه دغه سفركې له هندي چارواكو سره د افغانستان د انرژۍ او معدن په اړه د همكارۍ هوكړې هم وكړي.
هند له افغانستان سره د دوه ميليارډ ډالرو د مرستې ژمنه كړې ده.
هند په سيمه كې لوى قدرت گڼل كيږي، چې د افغانستان په بيا رغونه او روزنه كې يې د طالبانو د واكمنۍ له ړنگېدو را وروسته مهم رول لوبولى دى.
د كابل پوهنتون استاد احمد ضيا رفعت په دې باور دى، چې له هند سره د افغانستان نږدي كېدل به پر پاكستان فشارونه زيات كړي.
افغان ولسمشر په داسې حال كې هند ته سفر كوي، چې د استاد برهان الدين رباني له وژل كېدو وروسته د كابل او اسلام اباد اړيكې خړې شوي دي.
ويل كيږي اسلام آباد له افغانستان سره د هند د اړيكو پرنږدې كېدو سخت اندېښمن دى.