سیمه ییز خبرونه
افغان حكومت په پاكستان او ايران كې د كډوالو په اړه كمزورى دريځ لري
د مشرانو جرگې يو شمېر غړي وايي، چې:
پاكستان او ايران د افغان كډوالو په وړاندي له هيځ راز تاوتريخوالي ډډه نكوي؛ خو افغان د ولت د خپل كمزوري بهرني سياست له كبله په دې نه توانيږي، چې د خپلوخلكو ستونزې حل كړي.
د بهرنيو چارو وزارت وياند وايي، چې:
له پاكستان سره هوكړه شوې، چې په دواړو هېوادونو كې به د يو بل د اتباعو د ځورولو په اړه گډه څېړنه كيږي.
د مشرانو جرگې غړيو رفع الله حيدري، بلقيس روشن او علي اكبر جمشيدي د تورخم لارې د تړل كيدو له كبله د يوولس تنو په مړينه تند غبرگون وښود.
د مشرانو جرگې دا غړي وايي، چې:
دولت د خلكو ستونزو او اړتياوو ته د پاملرنې وړ بهرنى سياست نه لري. په ايران او پاكستان كې تل افغانان له ستونزو سره مخ كيږي.
د بهر نيو چار وزارت وياند جانان موسى زى وايي، چې:
د تورخم لار د افغانستان او پاكستان د بهرنيو چارو وزارتونو له موافقې وروسته پرانيستل شوې او دواړو هېوادونو منلې، چې په افغانستان كې د پاكستانيو وگړيو او د پېښور په لنډي كوتل كې د افغانانو د ځورولو پېښې به په گډه وڅېړل شي.
له بلې خوا د مشرانو جرگې غړې گلالي اكبري د بېړنيو حالاتو په كميټه نيوكه كړې، چې:
يوازې ژمنې كوي، خو هيڅ عملي گامونه نه اخلي.
دوى وايي په بدخشان كې د دولس ولسواليو لارې بندې شوې او د نږدې ۷ سوه زره كسانو ژوند له ستونزو سره مخ شوى دى.
د مشرانو جرگې غړى احمد بشير صميم وايي:
په دغه ولايت كې تراوسه د تورې ټوخلې او چيچك له كبله ۱۲ ماشومان مړه شوي دي.
د مشرانو جرگې مرستيال وايي:
د اړوند كميسيون له لارې به د بېړنيو حالاتو پركميټه فشار راوړ شي، چې د ژمنو په ځاى عملي اقدام وكړي.
دا په داسي حال كې ده، چې له دې وړاندي د بېړنيو حالاتو د كميټې غړيو د مشرانو جرگې په عمومي غونډه كې د ژمنيو پېښو په اړه د چمتو والي ډاډ وركړى و.