تازه خبرونه
افغان حکومت ازبکستان ته د برښنا پوره پور سپارلی
د ازبکستان د انرژۍ وزارت په یوه خبري ناسته کې څرګنده کړی؛ افغانستان، چې د برښنا له درکه څو میلیون دالر پوروړی و؛ خپل پوره پور سپارلی دی.
دغه وزارت د دوشنبې پر ورځ د زمري ۱۰ په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې په ۲۰۲۱ کال کې د افغانستان برښنا شرکت (DABS) له ازبکستان څخه د ۲۱۵۱.۳ کیلو وات ساعت برښنا پور په بشپړ ډول ادا کړی دی.
د راپور له مخې؛ د افغانستان برښنا شرکت د روان کال د اړوند لګښت پرې کولو ته هم چمتووالی ښودلی دی.
دغه وزارت ټینګار کوي، چې سږ کال له ازبکستان څخه افغانستان ته د وارداتي برښنا حجم ۲.۲۱ میلیارد کیلوواته ټاکل شوی، چې ۷۷۰،۲ میلیون کیلوواته سپارل شوی دی.
دوی ویلي، چې سږ کال د برښنا تادیات د افغانستان برښنا شرکت لخوا په سیستماتیک ډول ترسره کېږي.
د ازبکستان د انرژۍ وزارت ندي ویلي، چې افغانستان څومره پیسې ورکړي؛ خو د روان کال په لومړیو کې راپورونو ښودلې وه، چې د افغانستان برښنا شرکت د ازبکستان شاوخوا ۱۰۰ میلیون دالر پوروړی دی.
د افغانستان برښنا شرکت مسوولینو ويلي، چې په تېر یو کال کې بریالي شوي، چې ۲۴ اعشاریه ۸ میلیارد افغانۍ له خپلومشتریانو راټولې کړي.
دوی وایي تر اوسه يي ۱۳۸ میلیون دالر د برښنا پور ګاونډوهېوادونو ته سپارلی دی.
د افغانستان برښنا شرکت مسوولین وا يي، چې د هېواد ۳۷ سلنه نفوس برښنا ته لاسرسي لري.
د افغانستان برښنا شرکت چارواکې وايي، چې د هېواد ۷۸ سلنه برښنا وارداتي ده. د یاد شرکت د مسوولینو د څرګندونو له مخې؛ افغانستان ۱۲۲۰میګاواته برښنا ته اړتیا لري، چې ۳۵۰ میګاواته برښنا له کورنیو منابعو څخه تولید کیږي.
د برښنا شرکت مسوولین زیاتوي؛ په پلان کې ده، چي د برښنا تعرفه پر ټولو مشتریانو یو برابر پلي کړي.
دوی څرګندوي؛ هغه افراد او اشخاص، چې د برښنا پوروړي دي جایدادونه یې پر کرایه او اجاره ورکول کیږي، چې پورونه ترې ترلاسه شي.
برښنا شرکت اجرايي مشر مولوی عبدالرحمان رحماني وایي: مونږ د سیاسیونو او هغو افرادو او اشخاصو، چې تر دې دمه یې خپل پورونه ندې ادا کړي؛ جایدادونه او ملکیتونه به يې پر اجاره او کرایه ورکړ شي. که اړتیا وي وبه پلورل شي، چې د برښنا شرکت پورونه ترې ادا او تر لاسه شي.
د افغانستان برښنا شرکت مسوولین زیاتوي، چې له کورنیو منابعو څخه د برښنا د تولید د وړتیاوو د لوړولو لپاره یې په نغلو او ماهیپر بندونو کې کارونه پیل کړي دي.
د برښنا شرکت د څرګندونو له مخې؛ په پلان کې ده، چې له ترکمنستان څخه د ۵۰۰ کیلوولت برښنا مزی افغانستان ته راوغزوو، چې د برښنا اوسنۍ اړتیا تر یوه بریده راکمه شي.
د برښنا شرکت عملیاتي مشر انجنیر صفي الله احمدزی وایي؛ له ترکمنستان او ایران سره مو د تعروفې پر راتیتولو خبرې کړي، د رغونو د سروې بهیر مو هم پیل شوی او ل ترکمنستان سره پر ۵۰۰ کیلوولت برښنا کارونه روان دي.
د افغانستان برښنا شرکت مسوولینو همداراز له مرستندویه بنسټونو هم غوښتي؛ هغه نمیګړې پروژې، چې سلګونه میلیون دالرو ته يي ارزښت رسیږي باید کارونه يې بېرته پیل کړي او له ویجاړۍ یې وژغوري.
ویل کیږي، چې د افغانستان نږدې اویا سلنه برښنا له ګاونډ هېوادونو په ځانګړي توګه له ازبکستان، تاجکستان او ترکمنستان څخه واردېږي.