تازه خبرونه
افغان حکومت او طالبانو ته د استانبول د ناستې لارښود سپارل شوی
ملګرو ملتونو، امریکا، ترکیې او قطر د استانبول غوندې لارښود او اصول د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو مرکچي پلاویو ته سپارلي دي.
په دې اصولنامه کې د اوربند، سیاسي مشارکت، لنډ مهالې ادارې او د بشري حقونو په خوندیتوب ټينګار شوی دی.
دا اصولنامه نهه مادې لري، چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو مرکچي پلاویو ته سپارل شوې ده.
۱- دایمي اوربند.
۲- اسلامي اساساتو په کتو سیاسي ګډون
۲- لنډ مهاله اداره
۳- د سولې لپاره ګډ کار
۴- د وګړیو حقونو ته درناوی
۵- د حقونو برابري
۶- اقتصادي او رغنیزو پروګرامونو جوړول
۷- د نړۍ له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې او د ترهګرۍ سره مبارزه
۸ – اسلام او سنتي دودونو ته په پام د ملي یوالي ساتنه
۹- دواړه خواوې باید د دې اصولو پلي کولو لپاره په سوله ییزو خبرو اترو کې ښکېل وي
په دې اصولنامه کې د سیمې او نړۍ له هېوادونو هم غوښتل شوي، چې افغانستان ته د جګړمارانو د ورتګ مخنیوي وکړي.
د دې اصولنامې له مخې به د سولې پلاوي د دغو موادو په رڼا کې پر سوله او سیاسي هوکړه خبرې کوي.
دا طرحه د استانبول د ناستې لپاره د ملي پخلاینې عالي شورا د سولې له واحدې طرحې سره همغږې ده.
په دې طرحه کې راغلي، چې د هوکړې له پلي کیدو ۲۰ ورځې وروسته به د اساسي قانون د تعدیل یو کمېسیون جوړ شي او د هېواد د اساسي قانون پر تعدیل به کار پیل کړي.
په دې طرحه کې سیاسي هوکړه لیک، د هېواد راتلونکي سیاسي سیستم او د سولې د انتقالي حکومت رامنځته کولو ته نغوته شوې ده.