تازه خبرونه
افغان حکومت او پوځ دواړه په بیړه وپاشل شول – انګلا میرکل
د آلمان لومړۍ وزیرې ویلي؛ افغان دولت او پوځ دومره په بیړه وپاشل شول، چې دوی هیڅ فکر نه کاوه.
د طالبانو لاس ته د پلازمېنې کابل د ناببره لویدو سره نړۍ حیرانه شوه او په دومره بیړه یې د طالبانو لاس ته د کابل د لویدو فکر نه کاوه.
د آلمان لومړۍ وزیرې انګلا میرکل ويلي، چې افغان دولت او پوځ دومره په بیړه وپاشل شو، چې دوی یې تصور هم نه کاوه.
دې ویلي، چې کابل ته د طالبانو له ننوتو یوه اوونۍ مخکې په ښار کې شرایط کړکیچن شوي وه او نړۍ د افغان ځواکونو پر مقاومت حساب کاوه.
د آلمان لومړۍ وزیره انګلا مرکل وایي: دا یو حقیقت دی. اوس تر ټولو مهمه داده، چې خلک وژغورو؛ هغه که آلمانیان دي او که د کوم بل هېواد وګړي او یا هغوی، چې له مونږ سره په افغانستان کې همکاري کړې ده.
آلمان په تېرو شل کلونو کې له پخواني دولت سره پراخه همکاري کوله.
مرکل ويلي، چې په تېرو شل کلونو کې یې ټوله هڅه دا وه، چې افغانستان خپلواک وي.
هغې ویلي: مونږ هڅه وکړه، چې په خپلواک افغانستان کې ډېر خلک ښه ژوند ولري؛ خو اوس باید ووایو، چې نتیجه یې ورنکړه. اوس باید هغه څه وکړو، چې په توان مو پوره دي او هغه دا، چې څنګه کولی شو دا وضعیت بدل کړو.
په کابل کې د طالبانو له واکمنۍ یوه اوونۍ تېریږي او پېنځلس هېوادونه لګیا دي له افغانستان څخه د خپلو وګړیو او افغان همکارانو د ایستلو هڅې کوي.
دغه راز آسټرالیا ویلي، چې د شنبې پر شپه یې درې سوه کسان په څلور الوتکو کې له کابله ایستلي دي.
د آسټرالیا لومړی وزیر اسکات موریسن وایي: تېره شپه مو څلور الوتنې لرلې او له درې سوه ډېر کسان مو له کابله وایستل. له خپلو ملګرو سره په همکارۍ به دا ډول پروازونه دوام پیدا کړي.
سکای نیوز په ډاګه کړې؛ د کابل نړیوال هوايي ډګر په شااوخوا کې زرګونه افغانان ډګر ته د ننوتو هڅې کوي او د نظم نشتوالي نه یوازې د الوتنو بهیر ورو کړی، بلکې د ډېرې ګڼې ګوڼې له کبله تر دې دمه ۵ ماشومان تر پښو لاندې شوي او ګڼ نور ټپیان دي
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو یوه ویاند رویټرز ته ویلي؛ د کابل په هوایي ډګر کې د افغانانو روانه بې عزتي نوره د زغم وړ نده او امریکا دې ژر تر ژره پخپل دغه ناکام ماموریت له سره کتنه وکړي.
