تازه خبرونه

افغان حکومت باید د پاکستان په خبرو تېر نه وزي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

یو شمېر سیاسي کارپوهان په دې باور دي چې په پاکستان د لویدیځ او سیمې د هېوادونو فشارونه زیات شوي او دغه حکومت هڅې کوي چې له افغانستان سره د سولې په پروسه کې د همکاریو خپل پخوانی دریځ وساتي.

دوی وايي چې افغان حکومت باید د پاکستان په خبرو تېر نه وزي. د افغانستان د سولې عالي شورا له وسله والو طالبانو سره د سولې د خبرو په هکله د پاکستان د لومړي وزیر د سلاکار د تازه وړاندیز په اړوند وايي چې حکومت تر اوسه کومه پرېکړه نه ده کړې.

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار د سام د غونډه په لړ کې ولسمشر محمد اشرف غني ته له کابل سره د اسلام اباد د همکاریو په اړه وړاندیزونه کړي دي. دا چارواکی وایي پاکستان چمتو دی چې له افغانستان سره د سولې د خبرو اترو په دویم پړاو کې همکاري وکړي.

په همدې حال کې د ولسمشر ویاند ظفر هاشمي وايي چې له سرتاج عزیز سره د ولسمشر په لیدنه کې یو ځل بیا د پاکستان په هکله د افغان حکومت دریځ روښانه شو.

خو یوشمیر کارپوهان بيا په دې نظر دي چې د نړیوالو فشارونو له امله پاکستان غواړي په دي کار سره په سیمه کې خپل موقف وساتي.

په همدې حال کې د سولې عالي شورا وایي د سولې د خبرو اترو په دویم پړاو کې د پاکستان د همکاریو په اړه تر اوسه افغان حکومت کومه پرېکړه نه ده کړې.

په کابل کې د ځانمرګو بریدونو په زیاتوالي سره، افغان حکومت په دې بریدونو کې د پاکستان لاس بولې او پر وړاندې یې تند دریځونه نیولې دي.

افغان حکومت اعلام وکړ، له دې وروسته اړتیا نشته چې د سولې په خبرو اترو کې پاکستان له افغان حکومت سره همکاري وکړي بلکې د سولې خبرې اترې به د افغان حکومت په مشرۍ ترسره شي.

Trending

Exit mobile version