تازه خبرونه

افغان حکومت دې د خبریالانو له نیولو او ګواښلو ډډه وکړي- د بې پولې خبریالانو ټولنه

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۲۰, ۱۳۹۹)

د بې پولې خبریالانو ټولنې له افغان حکومته غوښتي، چې د خبریالانو له ګواښلو لاس واخلي او د رسنیو قانون ته درناوی وکړي.

د بې پولې خبریالانو ټولنې په خپل تازه راپور کې اندېښنه ښودلې، چې په زابل کې د بیان راديو خبریال محبوب الله حکیمي د ملي امنیت سرتېرو لخوا د چنګاښ پر یوولسمه له هغې وروسته ونیول شو، چې په فیسبوک کې یې ولسمشر ته د کافر خطاب کړی و.

په راپور کې دا هم راغلي: حکیمي له نیول کیدو مخکې په ویدیو کې سپیناوی ورکړی و، چې فیسبوک یې هک شوی؛ خو د ملي امنیت لخوا له نیول کیدو وروسته ترې اعتراف اخیستل شوی او پښیماني یې ښودلې ده.

د بې پولې خبریالانو ټولنه څرګندوي، چې دغه راز په خوست ولایت کې د ملي امنیت سرتېرو یو خبریال نیولی او هم حکومتي چارواکو د پژواک خبري آژانس مسوولین ځورولي دي.

 دغې ټولنې له ولسمشر او د هغه له لومړي مرستیال امرالله صالح څخه غوښتي، چې د رسنیو قانون ته درناوی وکړي.                                  

 حکومت بیا وايي، چې د خبریالانو او رسنیو ملاتړ ته ژمن دی.

د آزادو رسنیو ملاتړ ادارې اجرائيه مشر مجیب خلوتګر په ډاګه کړې، چې حکومت د بیان پر آزادۍ فشار راوړی او معلوماتو ته د لاسرسي مخالفت کوي او یا یې مخنیوی کوي. حکومت هغه قانو ته، چې خپله یې لاسلیک کړی ژمن ندی او خبریالان ګواښي.   

دغه راز د بې پولې خبریالانو ټولنه وايي، چې د زمري پر یوولسمه د ملي امنیت سرتېرو په خوست ولایت کې د سیمه ییزو خبریالانو هر یو فاروق منګل او د هغه د ورور سیف الله حیات کورونه پلټلي او له هغوی سره یې ناوړه چلند کړی او ملي امنیت ته یې وړي دي.

د خبریالانو د خوندیتوب کمیتې د عدالت غوښتنې مسوول صدیق الله توحیدي ویلي؛ د بې پولې داکترانو اعلامیې پر خبریالانو یو لړ تورونه او اړوند بنسټونو ته د هغو له راکاږلو پرده پړرته کړې ده او ښيي، چې حکومت د خبریالانو پر شکایتونو هم غور نکوي او د ځانګړیو غوښتنو تر اغېز لاندې اغلي دي.

خبریالان وايي، چې له یوې خوا یې ژوند خوندي ندی او له بلې خوا اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د بې پولې خبریالانو د ټولنې په راپور کې دا هم راغلي، چې پژواک خبري آژانس پاکستان ته د  مصنوعي تنفس د دوه دېرش دستګاوو د قاچاق د راپور له خپرولو وروسته د حکومت له مستقیم او نامستقیم فشار سره مخ شوی دی.

Trending

Exit mobile version