تازه خبرونه

افغان حکومت دې زمونږ د هېوادوالو وژونکي نه خوشې کوي- فرانسه

Published

on

Reuters

فرانسې له افغانستان څخه غوښتي؛ هغو طالبانو، چې زمونږ هېوادوال وژلي باید له بنده خوشې نشي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان حکومت د خپلمنځي خبرو د پیلیدو لپاره د طالبانو د ۴۰۰ ناندریزو بندیانو د خوشې کولو پرېکړه کړې ده.

حکومت د پنجشنبې پر ورځ د څرځي پله له زندانه ۸۰ ناندریز بندیان خوشې کړي دي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت په ډاګه کړې؛ فرانسه د طالب بندیانو په خوشې کولو کې د یو شمېر ترهګرو له شتون اندېښمنه ده، چې د فرانسوي اتباعو په وژلو کې لاس لري.

تېره اوونۍ د آسترالیا لومړي وزیر سکات موریسن د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ ته یو لیک لیکلی و، چې د استرالیايي سرتېرو په وژنه کې د طالب بندیانو له خوشې کیدو مخنیوی وکړي.

د دې هېواد دفاع وزارت چارواکو د درې وژل شويو سرتېرو له کورنیو سره اړیکه نیولې او هغو یې خبرکړي؛ حکمت الله نومي افغان سرتېري، چې پر آسترالیایي سرتېرو ډزې کړې وې، له طالبانو سره د یوې موافقې له مخې به خوشې شي.

د راپورونو له مخې؛ حکمت الله نومي افغان سرتېري د ۲۰۱۲ کال په اګست کې د عملي زدکړو پر مهال د لنس ستورپان میاسویچ، ساپر جیمز مارتین او پرایویت رابرت پوات له وژلو وروسته اووه کاله په بند کې تېر کړي دي.

د آسترالیا د بهرنیو چارو وزیر ماریس پاین او د دفاع وزیر لیندا رینالدز په واشنګتن کې له خپل سیال سره  دا ستونزه یاده کړې ده.

د آسترالیا لومړي وزیر ترمپ ته یو لیک لیکلی او له هغه څخه یې د حکمت الله د نه خوشې کولو غوښتنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې تطره اوونۍ په افغانستان کې د سولې مشورتي لویې جرګې مشروطه پرېکړه وکړه، چې ۴۰۰ طالب بندیان دې د خپلمنځی خبرو د پیلیدو لپاره خوشې شي، چې یوه ورځ وروسته ولسمشر اشرف غني د دوی د خوشې کولو فرمان لاسلیک کړ او تېره ورځ ترې ۸۰ بندیان خوشې شول.

Trending

Exit mobile version