تازه خبرونه
افغان حکومت د سرینا د پېښې پړه پر بهرنيو استخباراتو اچولې
د جمهوري ریاست د رسنیو دفتر په یوه بیان کې د ملي امنیت شورا د غونډې په حواله لیکي، چې طالبان او حقاني شبکه له دې حملې خبر نه ول.
د ملي امنیت شورا د امنیت په ټینگولو کې د سرینا هوتل د امنیت د موظفې خصوصي کمپنۍ پر اقداماتو هم انتقاد کړی دى.
د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، چې د کابل پرسرینا هوټل برید طالبانو نه، بلکې بهرنیو استخباراتو کړی.
ملي امنيت وايي، دا بريد څلور ترورستانو تر سره كړې، چې په بوټانو كې يې تومانچې او مرمۍ ځاى په ځاى كړې وې او د ځانگړې تكنالوژۍ څخه په اخيستنه هوتل ته ننوتي دي.
د جمهوري ریاست د رسنیو څانگه په یوه بیان کې د استخباراتي اطلاعاتو پربنسټ د سرچینې د نوم له اخیستو پرته وايي:
بیان زیاتوي، د ملي امنیت د ادارې اطلاعات ښيي چې دا برید په مستقیم ډول د بهرنیو استخباراتو له خوا شوی. بیان د خاص هيواد نوم نه دی اخیستی خو وروسته د یو پاکستاني ډیپلومات یادونه کوي، چې څه وخت مخکې یې په سرینا هوتل کې ناقانوني فلمونه اخیستي ول.