سیمه ییز خبرونه

افغان حکومت د ملګرو ملتونو هغه رپوټ رد کړ،چې د كوكنارو په كښت كې یی زياتوالى ښودلی وو

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

افغان حكومت د ملګرو ملتونو د نشه يې توكو سره د مبارزې د ادارې هغه رپوټ رد كړ، چې په هلمند ولايت كې د كوكنارو په كښت كې یی درې سلنه زياتوالى ښودلی وو. د دغه رپوت له مخې په تېرو شپږو كلونو كې په هلمند كې درې سلنه د كوكنارو كښت زيات شوى دى.

ملګرو ملتونو په خپل دې رپوټ كې ويلي، داسې برېښي، چې د افغانستان د كوكنارو نيمايي برخه هلمند كې كرل كېږي.

د ملګرو ملتونو له نشه يي توكو او جرمونو سره د مبارزې ادارې په هلمند كې د كوكنارو پر كر اندېښنه  ښودلې او ويلي يې دي ممكن د هلمند تر څنګ د افغانستان په كچه  د كوكنارو كر زيات شي.

خو د افغانستان د نشه يي توكو پر وړاندې د مبارزې وزارت مرستيال محمد ابراهيم ازهر، د ملګروملتونو دا رپوټ رد كړى دى.

كه څه هم تخار او ننګرهار د افغان  دولت له لوري د كوكنارو له كر څخه پاك اعلام شوي، خو د ملګرو ملتونو په رپوټ كې په دې ولايتونو كې د كوكنارو د كر د زياتوالي خبر وركړل شوى دى.

په دغه رپوټ كې نا امنۍ او د كوكنارو لپاره د بديل كښت په رامېنځ ته كولو كې نا كامي د كوكنارو د كښت او د نشه يې توكو د قاچاق په برخه كې د زياتوالي اصلي لامل بلل شوى دى.

په همدې حال كې د نشه يې توكو سره د مبارزې وزارت زیاتوي، په افغانستان كې  شاوخوا يو عشاريه شپږ ميليونه كرونګر د نشه يې توكو په كر، توليد او قاچاق كې ښكېل دي، چې د نشه يې توكو سره د مبارزې پوليس د دوى د مهارولو  لپاره كافي ظرفيت نه لري. 

Trending

Exit mobile version