تازه خبرونه

افغان حکومت د پاکستان له لوري د یو افغان سرتيري درملنې ادعا رد کړه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

افغان حکومت دپاکستاني پوځ هغه ادعا رد کړې چې وايي پوځیان یې ۶۰۰ متره افغان خاورې ته دننه شوې او د یوه ټپي افغان سرتیري درملنه یې کړې ده.

په ختیځ کې دسرحدي د۳۰۱زون دقومندان مرستیال ذبیح لله قاضي زاده وايي ټپي سرتيرى په جلال اباد کې تردرملنې لاندې دی وايي چې تیره ورځ یې د کنړپه سرکاڼو کې د ډیورنډ کرښې ته نږې له وسله والوسره په جګړه کې یو سرتیری ټپي شوی، خو دغه سرتیری د ننګرهار په سیمه ییز روغتون کې تر درملنې لاندې دی؛ نه په پاكستان كې.

دپاکستان پوځ ویلي سرتيري يې ۶۰۰ متره افغان خاورې ته دننه شوې اوله وسله والوسره په جګړه کې د یارجان په نوم یو ټپي افغان سرتیری یې ژغورلی.

د پاكستان پوځ ويلي چې ټپي افغان سرتيرى اوس دباجوړ په یوه روغتون کې تر درملنې لاندې دی.

افغان حکومت وايي په کنړ کې دې سرحدي پولیس سره د ډیورنډ کرښې په صفري نقطه کې  د پاکستان ګرځنده روغتیا پالې ډلې لومړنۍ مرسته کړې.

د سرحدي پوليسو او وسله والو مخالفينو دا نښته د سه شنبه په ورځ د کنړد سرکاڼو ولسوالۍ د نواپاس په سیمه کې د ډیورڼدکرښې ته نږدې شوې.

د نو اپاس دپوستې قومندان سمونمل ګل ولي   وايي یارجان د ورځې په ۱۱ بجو ټپي شوى چې تر لومړنې درملې وروسته ننګرهار ته ليږدول شوى دى .

پاكستان پوځ په داسې حال كې كې دا ادعا كړې چې افغان حکومت تل پر پاکستان تورلګوي چې پخپله خاوره کې ترهګر روزي او په افغانستان کې پرې ورانکارې کړنې کوي.

د ديورنډ کرښې ته نږدې میشت افغان فوځیان وايي ډير کله وسله وال د پاکستانیو ملیشو په مرسته له هغې غاړې راوړي او پر دوی بریدونه کوي.

خبریال: رحمت الله زیارمل

Trending

Exit mobile version