تازه خبرونه
افغان حکومت لطیف الله محسود پاکستانیو چارواکو ته سپارلی
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
پاکستانیو رسنیو د حکومتي چارواکو له قوله په ډاگه کړې، چې افغان حکومت لطیف الله محسود د دغه هېواد چارواکو ته سپارلی دی.
نوموړی د حکیم الله محسود ډېر نږدې ملگری دی، چي دوه کاله وړاندي کابل ته په لار د امریکایانو لخوا نیول شوی.
ویل کیږي، چې له لطیف الله محسود سره یوځای درې نور طالبان هم د پاکستان حکومت ته سپارل شوي دي؛ خو افغان حکومت تر دې دمه په دې اړه هیڅ راز څرگندونې کړې نه دي.
د پاکستانیو رسنیو د څرگندونو پر بنسټ د لطیف الله محسود سپارنه د افغانستان د ملي وحدت حکومت بشپړه همکاري نومول شوې ده.