تازه خبرونه

افغان حکومت له سیاستوالو سره د استانبول ناستې ته مشورې کوي

Published

on

(Last Updated On: وری ۸, ۱۴۰۰)

 د ملي امنیت شورا سلاکار ویلي، چې په دوحه کې د طالبانو مرکچي پلاوی د پرېکړو واک نلري  او افغان حکومت له هغې وروسته، چې طالبان خپل پلاوی په ډاګه کړي؛ دوی به هم خپل ګډون کوونکي اعلان کړي.

په داسې حال کې، چې د افغانستان د سولې په اړه د استانبول ناستې ته څو ورځې پاتې دي؛ افغان حکومت په دې مشورې پیل کړي، چې دې ناستې ته څوک ولیږي.

د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب وایي؛ دمګړۍ پرې وروستۍ پرېکړه نده شوې او د حکومت مرکچيان به تر هغې پورې، چې طالب پلاوی اعلان شوی نه وي، دوی هم خپل ګډون کوونکي کسان نه معرفي کوي.

حمد الله  محب ټینګار کوي، چې په دوحه کې د طالبانو مرکچیان د پرېکړې واک نلري او د استانبول په ناسته کې به یې ګډون بې پایلې وي.

د ملي امنیت شورا سلاکار دا هم ویلي، چې حکومت د سولې طرحه له خپلو متحدینو سره شریکه کړې او په افغانستان کې له وخت مخکې ټاکنو ته چمتووالی لري.

د محب د څرګندونو له مخې؛ که سیاستوال د استانبول ناستې لپاره هره طرحه لري، له حکومت سره یې باید شریکه کړي.

د افغانستان جمهوریت پلوي مرکچي پلاوی غړي غلام فاروق مجروح ویلي؛ دوی د شنبې پر ورځ دوحې ته روان شوي، چې له طالب پلاوي سره د استانبول ناستې په اړه خبرې پیل کړي.

په دوحه کې د طالبانو سیاسي دفتر ویاند محمدنعیم ویلي، چې دوی ته د خلیلزاد لخوا د امریکا طرحه سپارل شوي او تر دې دمه پرې غور روان دی.

نوموړي د دوحې د سولې رامنځټه کولو پر تړون ټینګار کړی دی او وایي، چې د دغې هوکړې له مخې باید بهرني سرتېري له افغانستان څخه ووځي.                          

ټاکل شوې، چې د استانبول ناسته د اپرېل میاشتې په لومړیو کې د ملګرو ملتونو پر مدیریت جوړه شي، چې هیله ده د ښکېلو خواوو تر منځ په کې یوه سیاسي جورجاړي ته د رسېدو هېلې پلې شي.

د امریکا استخباراتي ادارو و ولسمشر جو بایډن ته خبرداری ورکړی، چې که طالبان له وتلو مخکې هوکړې ته ونه رسیدل؛ نو طالبان به په دوه یا درې کلونو کې د افغانستان ډېری برخه بېرته ونیسي.

Trending

Exit mobile version