سیمه ییز خبرونه
افغان حکومت له پاکستان څخه افغانستان ته د گوزڼ ناروغۍ لیږدیدنې اندېښمن کړ
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د افغانستان د صحت عامې وزارت معینې ناجییه طارق د ماشومانو د گوزڼ ناروغۍ د له منځه وړلو په وړاندې امنیتي گواښونه لوی خنډ گڼلی دی.
نوموړې وایي، کابل او اسلام آباد د دغې ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره خپلې هڅې گړندۍ کړي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې نن په کابل کې د ماشومانو لپاره د فرانسې د طبي انستیتوت لخوا د پراختیایي هېوادونو د صحي خدماتو د ټینگښت څلورم نړیوال کنفرانس جوړ شوږ په دې کنفرانس کې به د افغانستان او بهرنیو هېوادونو داکتران خپلې تجربې شریکې کړي.