تازه خبرونه

افغان حکومت: له ۲۰۲۰م وروسته د نړۍ د مرستو ژمنه ترلاسه کوو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

افغان حکومت هڅه کوي چې له دوه زره شلم میلادي کال وروسته له افغانستان سره د مرستو له پاره د نړۍ د هېوادونو ژمنې واخلي.

د مالیې وزیر د دې مطلب په څرګندولو سره وایي چې په بروکسل غونډه کې د څه باندې ۱۵ میلیارد ډالرو د مرستو ژمنه د حکومت له تمې پورته وه، خو د نوموړي په وینا، دغه مرستې د حکومت د ژمنو له عملي کېدو سره تړلې دي.

په همدې حال کې د ولسي جرګې دوهم مرستیال وایي، حکومت باید هڅه وکړي چې د هېواد د ننګونو د حل له پاره نورې مرستې هم پيداکړي.

د مالیې وزیر د ولسي جرګې استماعيه غونډې ته ورغلی و او د ولسي جرګې غړو ته یې د بروکسل غونډې د مرستو د ژمنو د څرنګوالي په هکله معلومات ورکړل. د مالیې وزیر وایي، افغان حکومت له دې مرستو وروسته هڅه کوي چې له دوه زره شلم کال وروسته هم د نړیوالو تازه ژمنې ترلاسه کړي.

د ماليې وزير اکیل حکیمي وايي: “له ۲۰۲۰م کال وروسته له پاره بايد يوه غونډه جوړه شي او افغانستان به له نړيوالې ټولنې وغواړي چې له افغانستان سره د مرستو له پاره دې يو ځل بيا هم ژمنه وکړي، خو تر اوسه پورې د نړۍ هېوادونو په اړه څه نه دي ويلي.”

په همدې حال کې د مالیې وزیر زیاتوي چې د نړیوالو له خوا له افغانستان سره د پنځلس اعشاریه دوه میلیارد ډالرو د مرستو ژمنه سپین چک نه بلکې د افغان حکومت د ژمنو له عملي کېدو سره تړلې ده.

اکلیل حکیمي زیاتوي: “له نېکه مرغه چې موږ له هيلو ډېره مرسته ترلاسه کړه او دا مرستې کولای شي چې د افغانستان مالي ستونزې تر ۲۰۲۰م کال پورې تامين کړي او د دې مرستو ډېره برخه به په پرمختيايي او ملي پروژو کې ولګول شي چې دا مرستې افغانستان ته يوه لويه لاسته راوړنه ده.”

له بلې خوا د ولسي جرګې دوهم مرستیال له افغانستان سره د دغو مرستو څرنګوالی ستایي، خو ټینګار کوي چې حکومت باید هڅه وکړي څو افغانستان ته نورې مرستې هم جلب کړي.

د ولسي جرګې دوهم مرستیال نعمت‌الله غفاري وايي: “موږ له افغانستان سره د بهرنيانو د مرستو مننه کوو او له بده مرغه چې افغانستان د نړيوالې ټولنې د اوږو بار دی، بايد هڅه وشي چې د ډېرو مرستو د پيداکولو هڅه وشي او افغانستان په ځان بسياينې ته ورسېږي.”

خو د ولسي جرګې ځینې غړي ټینګار کوي چې څو پورې په هېواد کې د فساد مخه ونه نیول شي، د مرسته کېدونکو پیسو لګښت به له ننګونو سره مخامخ شي.

د ولسي جرګې غړی ابراهیم زاده وايي: “باید چې د فساد مخه ونيول شي هغه فسادونه چې د ميليونونو ډالرو په توګه ترسره کېږي، که نه د نړيوالې ټولنې دا مرستې به په سمه توګه ونه لګول شي.”

افغان حکومت د بروکسل په غونډه کې په دې وتوانېد چې له افغانستان سره د مرستو د دوام له پاره د نړیوالو قناعت تر لاسه کړي، خو مرستندویه هېوادونو دغه مرستې د افغانستان په نظام کې له اصلاحاتو سره غوټه کړې او حکومت مکلف دی چې له نړیوالو سره خپلې ژمنې عملي کړي له دې پرته به له افغانستان سره د مرستو دوام له ننګونو سره مخامخ شي.

Trending

Exit mobile version