تازه خبرونه

افغان حکومت هلمند ته د کویټې شورا د رالیږدیدو راپورونه رد کړل

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

طالبان وايي؛ مشران یې افغانستان ته لېږدیدلي او له خپلو پلویانو سره د هغو سیمو په ساتنه کې مرسته کوي، چې په تېر دوبي کې یې نیولي دي.

اسوشیتید پریس خبري آژانس ته د طالبانو د رسمي ویاند په ګډون څو سرچینو ویلي، چې د طالبانو مشران له پاکستان څخه افغانستان ته تللي دي.

د اسوشیتید پریس خبري آژانس د راپور له مخې؛ د وسلوالو طالبانو مشران به له شاوخوا ۱۵کلونو وروسته ممکن بېرته افغانستان ته تللي وي، چې د سږ کال په جګړه کې نیولې سیمې خوندي او ځان ته د دایمي حضور امکان برابر کړي.

د افغانستان حکومت او ولسمشرۍ دفتر وايي، د افغانستان استخباراتي سرچینې دا ادعا نه تائیدوي.

د هلمند والي حیات الله حیات وایي، چې د طالبانو رهبري اوس هم په پاکستان کې ده.

د آریانا نیوز ویاند او خبریال عبدالصبور روفي د هېواد دوه سیاسي شنونکي په دې اړه  پوښتلي، چې د خپلو اندونو بېلابېل اړخونه د ټینګار وړ بولي.   

په امریکا کې میشت سیاسي شنونکی هاشم وحدتیار وایي، دا یوه غیر منطقي خبره ده، چې د طالبانو شورا دې هلمند ته رالیږدیدلې وي.

د نوموړي په وینا؛ طالبانو هڅه کړې او غواړي نړیوالو ته وښيي، چې طالبان نور په پاکستان کې نشته او هغه هېواد له سیاسي انزوا وژغورل شي.

وحدتیار ټینګار کوي، چې سوله اړینه ده؛ خو د زور او ځواک په کارولو هم سوله ناممکنه ده؛ ځکه د زور له لارې افغان حکومت د پاکستان مخه نیولی نشي.

وحدتیار وایي، طالبان اوس واحده ډله نه ده او پر څو ډلو وېشل شوي او بېلابېلې رهبرۍ لري.

هاشم وحدتیار په ډاګه کړه، چې له دوی سره سوله اوس یوه بې معنا خبره ده.

وحدتیار وایي، پاکستان یو ډېر قوي استخباراتي هېواد دی او همدا لامل دی، چې له نړیوالو یې لازم امتیازات تر لاسه کړي دي.

د ده په وینا؛ په افغانستان کې باید روان جنګ تعریف شي، چې څوک افغانان او بهرنیان وژني.

د ده په اند افغان دولت باید د افغانانو ذهنیتونه د ځان په ګټه راوڅرخوي او له طالبانو سره یې باید له یوځای کیدو راوګرزوي. ځوانانو ته باید پر یوې ایدیالوژي کار وشي او وپوهول شي، چې جګړه پاکستان کوي.

وحدتیار زیاتوي، د افغانستان د عدلي سیستم یو شمېر قاضیان او څارنوالان هم له طالب او داعش څخه ډېر خطرناک دي.

سیاسي شنونکی سمیع دره یي وایي، زما په اند افغان حکومت باید دوی ته اجازه ورکړي، چې هېواد ته رادننه شي او بیا یې په بېلابېله بڼه خپله موخه وګرزوي.

د هغه په وینا؛ طالبان د پوځي ډلې په توګه د تعریف او پېژندنې وړنه دي، د پاکستان له هر اړخیز ملاتړه برخمن پاتې شوي دي. د طالبانو د ځپلو لپاره ډاډمن ځای، پاکستان نه، بلکې دننه د افغانستان سیمې دي.

دره یي زیاتوي، سوله په ځاریو نه، بلکې په زور و ځواک راتلی شي.  

سمیع دره یي وایي، طالبان د ملاعمر له مرګه وروسته پر بېلابېلو ډلو ووېشل شول او علت یې  دا دی، چې افغان حکومت سولې ته ونه رسیږي. افغان حکومت، چې تر شاه یې۴۰ هېوادونه ولاړ دي؛ باید خپل واک و ځواک وکاروي او پر طالبانو له رادننه کیدو وروسته ځانګړي بریدونه تر سره کړي.

دره یي له افغان حکومته غواړي، چې نه یوازې طالبان دننه په هېواد کې پیدا او وپېژني، بلکې له نړیوالو وغواړي، چې پر ځانګړي فشار دا ډلې افغانستان ته رادننه کړي. له دې پرته بله لار نشته.

سمیع دره یي وایي، افغان حکومت په ځان ډاډمن نه دی او په دې فکر کې دی، چې افغانستان د نړیوالې لوبې ډګر دی.

افغان دولت که په رښتیا سوله او ثبات غواړي د طالبانو له تفکر سره دې هر اړنیزه مبارزه وکړي.

د هغه په اند؛ که په حکومت کې یو شمېر کړیو قومي اختلافاتو ته لمن نه وه وهلې اوس به بریالی شوی و او ستونزې به ډېرې راکمې شوې وې.

د دوی په وینا؛ افغان دولت باید په خپل روان دریځ کې بدلو راولي او هغه خنډونه دې له مخې لیرې کړي، چې هېواد ته د طالبانو د رادننه کیدو مخه نیسي. 

Trending

Exit mobile version