1393ټاكنې

افغان دولت دې په ټاكنو كې د نورو هېوادونو د لاسوهنې مخه ونيسي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د تل په څیر ټینگار کړی، چي اسلام آباد په افغانستان کي د جگړو د دوام غوښتونکی ندی او پاکستان هیله لري، چي د افغانستان راتلونکې ټاکنې رڼې او د سولې په فضا کې تر سره شي.

د سیاسي چارو افغان کارپوهان نجیب الله منلی او لطیف نظري په ټاکنو کي د پاکستان د نه لاسوهنې په اړه وایي، چې:

دا هېواد غواړي افغانستان ته سیاسي چل ورکړي.

دوى ټینگار کوي، چي د پاکستان څارگره اداره په راتلونکيو ټاکنو کې د لاسوهنې هڅه كوي.

دا کارپوهان وايي افغان دولت دې د هغو هېوادونو مخه ونیسي، چي غواړي د افغانستان په چارو کي لاسوهنه وکړي.

د سیاسي چارو د کارپوهانو په آند پاکستان طالبان را منځته کړي او د یادو طالبانو په واسطه غواړي په راتلونکو ټاکنو کي لاسوهنه وکړي.

د پاکستان ملکي حکومت تل افغانستان ته د سولې راوستو غوښتنه کړي؛ خو د یاد هېواد فوج او څارگره اداره، چې د پاکستان فوجي حکومت یادیږي د افغانستان په اړه د نوموړي هېواد د ملکي حکومت غوښتنو ته پام ندی کړی.

د ټاکنو خپلواک کمیسون له ډي وړاندي ویلي ول، چي هیڅ هېواد ته به اجازه ورنکړي، چي د افغانستان په تاکنو کې لاسوهنه وکړي.

Trending

Exit mobile version