تازه خبرونه
افغان دولت د امنیت تامین او د اساسي اصلاحاتو راوستو ته ژمن دی
د ولسمشر د ویاند مرستیال وایي، د امنیت د تامین او اساسي اصلاحاتو په برخه کې د نړیوالو شریکانو د مرستو دوام غواړي. په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت د وارسا غونډه د افغانستان له پاره مهمه بولي.
د وارسا په غونډه کې له ۲۰۱۸ تر ۲۰۲۰ کال پورې د افغان ځواکونو د مالي ملاتړ ژمنه وشوه. د ملي یووالي حکومت مشرانو هم د اساسي اصلاحاتو راوستو ژمنه وکړه. اوس د دې وخت را رسېدلی چې حکومتي مشران نړیوالې مرستې جلب کړي. ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، په دې توانېدلي چې د نړیوالو شریکانو باور له افغانستان سره د مرستو د دوام په خاطر تر لاسه کړي.
د ولسمشر د ویاند مرستیال سيد ظفرهاشمي وايي: “افغان حکومت له هېواد څخه دفاع، له ترورېزم سره مبارزه او د اصلاحاتو راوستو ته ژمن دی چې موږ يې په بدل کې له نړيوالې ټولنې د پرلپسې مرستو غوښتونکي يو چې زموږ امنيتي ځواکونه پرې پياوړي شي او له دښمنانو سره مبارزه وکړای شي.”
د کورنیو چارو وزارت د افغانستان له امنیتي سکتور سره د نړیوالې ټولنې همکاریو ته هیله من دی.
د کورنیو چارو د وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي: “موږ هيله من يو چې د امنيتي ځواکونو د تجهيز په برخه کې به له افغانستان سره د نړيوالې ټولنې او په ځانګړې توګه د ناټو مرستې ادامه ولري.”
ملي شورا کې هم باور دا دی چې د وارسا غونډه د افغانستان د راتلونکې له پاره مهمه ده.
د مشرانو جرګې غړې ګلالۍ اکبري وايي: “موږ د نړيوالو هېوادونو د مرستو پرله پسې والي ته هيله من يو او فکر کوو چې ښې لاسته راوړنې به ولري.”
د ولسي جرګې غړی میرداد نجرابي وايي: “د امنيتي ځواکونو د تجهيز له پاره دا مرستې ډېرې مهمې دي چې د خلکو په ګټه تمامې شي.”
اجرایه ریاست وایي، د وارسا غونډې له برخه والو غواړي چې له ترهګرو ډلو څخه د پاکستان پر ملاتړ غور وکړي. د ناټو مشرانو د شنبې په ورځ د افغانستان پر حالاتو ځانګړې خبرې وکړې.