تازه خبرونه
افغان دولت د داسو بند له جوړيدو سره مخالف دی
د هېواد بهرنیو چارو وزارت د پاکستان هغه څرگندونې رد کړې، چی افغانستان د داسو بند د جوړيدو له مخالفته لاس په سر شوی دى.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند احمد شکيب مستغني ټینگار کړى، چې له داسو بند سره مخالفت د پاکستان په خيبر پښتونخوا کې دی.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند، د پاکستان د اوبو او برښنا وزیر محمد آصف خبرې رد كړې او وایی، چې د دغه بند په اړه څېړنې لا پای ته رسيدلې نه دي.
د افغانستان دولت وایي، چې مونږ اوس هم د دغه بند له جوړيدو سره مخالف یو.
د هېواد د کورنیو چارو وزارت ویاند وایي، چې د غه خبره په داسې حال کې رسنیزه شوې، چې د پاکستان د اوبو او برښنا وزیر ویلی ول، چی افغانستان د دغه بند رغونې ته لیوالتیا ښودلې ده.
د برښنا دغه بند، چی د کابل او اندوس په سر جوړېږي؛ ويل کېږي، چې څلور زره او شپږ سوه ميگاوات برښنا به تولید کړي.
سیاسي شنونکی بشير بېژن وایي، چې د نړیوالو تعهداتو پر بنسټ پاکستان نشي کولی، چې د افغانستان له پرېکړې پرته په داسې یو اقدام لاس پورې کړي.
د یادولو وړ ده، چې له دې وړاندې هم د دغه بند د جوړيدو په اړه خبرونه خپاره شوي ول، چی بیا د افغان چارواکو له لوري له کلک غبرگون سره مخ شول.