تازه خبرونه

افغان دولت د سقوط له خطر سره مخ ندی- اشرف غني

Published

on

(Last Updated On: وری ۲۸, ۱۴۰۰)

د افغانستان ولسمشر اشرف غني د جمعې پر ورځ د آذربایجان په باکو ښار کې د ګنجوي نړیوال پوځي مرکز ته د انلاین ناستې له لارې جوړې شوې ناستې ته څرګنده کړې، چې د بهرنیو سرتېرو له وتلو وروسته د دولت او حکومت د سقوط خبره ناسمه ده او تر هغې، چې افغان کومانډو ځواکونه وي؛ هیڅ ګواښ به ورته ته متوجه نشي.

ولسمشر اشرف غني وایي: مونږ د سقوط له خطر سره مخ نه یو؛ د نظام د پاشل کېدو روایت یو ناسم روایت دی. زموږ کومانډو ځواکونه د سیمې په کچه څو برابره پیاوړي دي. تر هغې، چې دا ځواکونه شتون ولري؛ د پاشل کېدو او سقوط هیڅ نشته.

د ښاغلي غني په باور دا مهال ډېر عملیات افغان ځواکونه په خپلواک ډول تر سره کوي او مشري یې په غاړه لري. بهرني ځواکونه یوازې د مشورې او زدکړو رول لري.

ولسمشر غني په ډاګه کړې؛ که جګړه شدیده شي د ۳۵۰ زره وسلوالو پوځونو تر څنګ خلک هم مسلح دي او چمتو دي، چې دفاع  ترې وکړي.

ولسمشر ویلي: مونږ خبرو اترو ته ژمن یو؛ توپ اوس د طالبانو په میدان کې دی. مونږ استانبول ته په بشپړه توګه چمتو یو. په دې اړه ملي او حکومتي اجماع شتون لري. اوس وینو، چې طالبان کومه لار ټاکي. موضوع دا ده، چې د طالبانو سیاسي کمېټه د پوځي کمېټې استازیتوب نکوي او د طالبانو قومندانانو اوس هم سوله ټولنیزه کړې نده.

دغه راز د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هم کابل ته له سفر او له افغان چارواکو سره د ځواکونو د ویستو د پلان تر شریکولو وروسته پدې اړه له پاکستانيو چارواکو سره هم خبرې کړې دي.

اشرف غني په ډاګه کړې: په دې شېبه کې غوراوی د طالبانو خوښه ده؛ آیا هغوی سوله غوره کوي، چې د ميز پر سر ده یا تاوتریخوالی؟ د پاکستان لپاره هم د غوراوي ښه شېبه ده، چې آیا نړیوال مشارکت او سیمه ییزه همکاري غوره کوي او که له ترهګرو ډلو ملاتړ کوي.

طالبانو د امریکا لخوا له افغانستان څخه د ځواکونو د ویستو نوې نېټې ته په غبرګون کې خبرداری ورکړی، چې دا کړنه به یې د پوځي عملیاتو له سره پیلېدو ته لار پرانیزي او مسوولیت به هم د امریکا په غاړه وي.

Trending

Exit mobile version