تازه خبرونه
افغان دولت د سولې په خبرو اترو کې هېڅ لاسته راوړنه نه قرباني کوي
په داسې حال کې چې د سولې څلور اړخیزې غونډې او دوام یې په کور دننه له ګڼو ابهاماتو سره مل دی، د ولسمشر د ویاند مرستیال وايي، افغان حکومت د سولې په خبرو اترو کې په پام ګامونه اخلي او په دې پروسه کې د افغان ولس هېڅ لاسته راوړنه او غوښتنه قرباني نشي.
د ولسمشر د ویاند مرستیال زیاتوي، که څه هم د څلوراړخیزې غونډې پایلو ته خوشبیني شته او دغه بهیر هره ورځ د حکومت له لوري څارل کېږي.
افغان حکومت هغه سوله مني چې تلپاتې وي، د ټول ولس په خیر وي او د تېرو کلونو لاسته راوړنې او ولس غوښتنې په پام کې نیول شوې وي. د ولسمشر د ویاند مرستیال وايي، د سولې د خبرو اترو په بهیر کې حکومت په دې هڅه کې دی چې مطلوبه پایله ترلاسه شي او هېڅ ډول معامله په کې ونه شي.
د ولسمشر د ویاند مرستیال سید ظفر هاشمي وايي: “د سولې پروسه د دولت له خوا دقيقه په دقيقه څارل کېږي، هڅه کېږي چې د ټولو د هوساينې په موخه د بنسټيزې سولې له پاره تصمیمونه په پام سره ونيول شي.”
هاخوا ملي شورا د ولسمشر د فرمانونو او قوانینو د نه تصویب له امله تر نیوکو لاندې راغله. هغه څه چې د ولسمشر د ویاند مرستیال پرې ټینګار کوي.
د ولسمشر د ویاند مرستیال سید ظفر هاشمي زیاتوي: “د ولسمشر د قوانينو او فرمانونو د تصويب په برخه کې ملي شورا له حکومت سره همکاري نه ده کړې، زموږ غوښتنه دا ده چې ملي شورا بايد له حکومت سره د نظام په مخته وړلو کې ښه همکار وي.”
ویل کېږي چې د کابینې د تېرې ورځې په فوق العاده غونډه کې ولسمشر د کاپي رایټ او د انساني قاچاق پر وړاندې د مبارزې د قوانینو طرحې تایید کړې دي.