تازه خبرونه

افغان دولت د هېواد له نیمایي لږ ډېره برخه تر ولکې لاندې لري-سیګار

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د افغانستان په بیا رغاونه کې د امریکا پر مرستو د څار ځانګړې اداره سیګار څرګنده کړې، چې افغان دولت د هېواد له نیمایي لږ ډېره برخه تر ولکې لاندې لري.

دې ادارې د امریکا کانګریس ته په خپل درې میاشتني رپوټ کې ویلي، چې افغان دولت تېرو څو میاشتو کې د کنترول لاندې سیمې څه باندې شپږ سلنه له لاسه ورکړې ده.

د امریکا نوي دولت ته په خپل لومړني رپوټ کې دې ادارې ویلي؛ په افغانستان کې د نشه یي توکو تولید ډېر شوی او د افغان سرتېرو شمېر هم د کمیدو په حال کې دی.

په افغانستان  کې امریکایي ځواکونو رپوت ورکړی، چې د ۲۰۱۶ کال د نوامبر له میاشتې را هیسې د افغانستان د ټولو ولسوالیو اووه پنځوس اعشاریه دوه سلنه سیمه د افغان دولت تر ادارې یا نفوذ لاندې وه. په داسې حال کې، چې د تېر کال په اګست میاشت کې د افغان دولت د حاکمیت ساحه  دري شپیته اعشاریه دوه سلنه وه. له څلور سوه اووه ولسوالیو دوه سوه دري دېرش د دولت تر ادارې یا نفوذ لاندې دي. یو څلویښت ولسوالۍ په ۱۵ ولایتونو کې د یاغیانو تر ولکې لاندې دي او یو سلو دري دېرش ولسوالۍ  په شخړو کې را ګیر دي.

د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیری وایي، افغان دولت یوازې په اته ولسوالیو کې حکومتي حاکمیت نه لري؛ ځمکه، نو د سیګار څرګندونه ناسمه او له تېروتنو ډکه ده.

په رپوټ کې ویل شوي، چې د توکو د پېر او خدمتونو په مهال ادارې فساد ډېر کم شوی دی؛ خو سیګار وایي، له افغان ځواکونو څخه ملاتړ باید دوام وکړي.

تر ۱۵ کلونو او میلیاردونو دالرو وروسته د افغانستان بیا رغاونه ماتیدونکې او نیمګړې  پاتې ده.

افغان ځواکونه د ملاتړ دوام ته اړتیا لري. د  امریکایي ځواکونو د مشورو او تکتیکي ملاتړ تر څنګ باید د یاغیانو د پرمختګ مخنیوی هم وشي.

په دغه رپوت کې، چې په دوه سوه نهه شپېته پاڼو کې لیکل شوی راغلي؛ نوي دولت ته ښه فرصت په لاس ورغلی، چې  له ۲۰۰۲ کال راهیسې په افغانستان کې د امریکا د یو سل و اووه لس میلیارد دالرو پانګونه وڅیړل شي.

خبریال: فهیم نوري

Trending

Exit mobile version