سیمه ییز خبرونه
افغان دولت پخپل لگښت افغان محصلين له هېواده بهر ليږي
افغان دولت له اتيا كلونو وروسته د د دوه يم ځل لپاره پرخپل لگښت د لوړو زده كړو لپاره افغان محصلين له هېواده بهر ليږي.
افغان ولسمشر نن له هغو سل تنو ځوانانو سره، چې په بېلابېلو برخو كې د زده كړو لپاره د افغان دولت له خوا هند ته ليږل كيدل د كتنې پرمهال له دغو ځوانانو وغوښتل، چې پخپلو هلو ځلو د افغانستان راتلونكي ته كار وكړي او دغه هېواد د بهرنيانو له احتياج وژغورل شي.
د لوړو زده كړو وزارت سرپرست وايي، چې:
د راتلونكيو دوه اوونيو په شا وخوا كې به درې سوه كسان نور د لوړو زده كړو لپاره د تركيې هېواد ته وليږل شي.
افغان ولسمشر حامد كرزي د ولسمشرۍ په ماڼې كې له دغو ځوانانو سره د ليدنې پر مهال وويل، چې:
بهرته د لوړو زده كړو لپاره د يادو ځوانانو ليږل د افغانستان دراتلونكي او پخپلو پښو د دريدو لپاره يو مهم گام دى.
حامد كرزي وويل، چې:
په كومو پيسو، چې دغه ځوانانو له هېواد څخه بهر د زده كړو لپاره ليږل كيږي؛ د افغانستان د بېوزلو خلكو د زيار او زحمت پيسې دي او نوموړي له يادو ځوانانو وغوښتل، چې د لوړو زده كړو په تر لاسه كولو كې ډېرزيار وباسي.
د لوړو زده كړو د وزارت سرپرست سرور دانش وايي:
اوس مهال يوازې دوه هېوادونو لكه هند او تركيې ته، چې تعلمي او علمي بنسټونه يې له نړيوالو ميعارونو برخمن دي؛ د افغان محصليونو پر ليږلو ور سره هوكړه شوې ده.
د لوړو زده كړو د وزارت چارواكى وايي، چې:
دا كسان به د هېواد له څلور دېرش ولايتونو د ازموينې له اخيستو وروسته د لوړو زده كړو لپاره بهر ته وليږل شي .