سیمه ییز خبرونه
افغان دولت په هلمند كې د دوه وسله والو طالبانو له وژنې ستاينه وكړه
د حكو مت د رسنيو رييس وايي، چې:
اوس افغانان خپل دښمن پېژني او د هغوى د ظلم او ناروا په وړاندې دريږي.
ويل كيږي د هلمند په ناوه ولسوالۍ كې كليوالوهغه وخت دوه وسله وال طالبان پركوتكو او ډبرو ووهل او ويې وژل، چې دغو وسله والو يو سپين ږيرى له دولت سره د همكارۍ په تور وواژه.
د حكومت د رسنيو د مركز رييس عبدالحكيم عاشر نن په كابل كې خبريالانو ته وويل، چې:
د هلمند د ناوې خلكو دوه طالبان سنگساركړي او وژلي يې دي.
هغه وويل، چې:
د هلمند د ناوي خلكو له هغې وروسته پردغو دوه طالبانو په غصه شول، چې یو قومي مشر يې وواژه.
د عاشر په وينا:
اوس افغانان پوهيږي، چې له خپل دښـمن سره څنگه چلند وكړي.
وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې وړ ده، چې له څو كلونو راهيسې د افغانستان په سويلي ولايتونو كې د قومي مشرانو او مخورو وژنې روانې دي؛ خو زياتره دغه قومي مشران د وسله والو مخالفينو لخوا په دې پلمه وژل كيږي، چې له دولت سره همكاري كوي.
دا هم د بشپړې پاملرنې وړ ده ، چې په لومړي ځل هغه هم په هلمند كې د طالب په نوم طالب سنگساريږي.