تازه خبرونه

افغان دولت په پلورونکو مالیه لوړه کړې ده

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

افغان دولت په پلورونکو مالیه لوړه کړې ده؛ خو د سوداګرۍ او صنایعو خونه د مالیې وزارت دغه پریکړه غندي او وایي چې دا کار په خپله د فساد د پراختیا سبب شوي ده.

په همدې وخت کې د مالیې وزارت ویاند عبدالقادر جیلاني وایي، دوی د قانون له مخې، مالیات لوړ کړي دي.

پر عایداتو د مالیاتو د قانون له مخې، هر پلورونکی چې په کال کې له شپیتو زرو زیات پلور ولري، باید مالیه ورکړي.

دغه مالیه په هرو څلورو میاشتو کې د مالیې وزارت له خوا ټولیږي.

د مالیې وزارت وایي، د قانون له مخېې، په ۱۳۹۰ کال کې په مالیاتو کې څلویښت سلنه زیاتوالی راغلی دی او په ۹۱ او ۹۲ کلونو کې هم شل او ۱۵ سلنه زیاتوالی پرې اضافه شوی دی.

دغه وزارت وایی، هر وګړی مکلف دی چې مالیه ورکړي او له قانون نه سرغړونه جرم دی.

ځینې سوداګر او د سوداګرۍ خونه شکایت کوي چې په وارداتي مالونو ګمرکي تعرفه هم لوړه شوې ده.

خبریال: نصرت پارسا

 

 

 

Trending

Exit mobile version