تازه خبرونه

افغان زدکړیالانو ته د ویزو د ورکولو بهیر د باور کچې تر رسېدو ځنډول شوی

Published

on

(Last Updated On: تله ۱۱, ۱۴۰۱)

د هند د بهرنیو چارو وزیر سوبراهانیم جیشنکر د هند په پوهنتونونو کې له افغان محصلینو غوښتي، چې د ویزو د بیا پیلولو لپاره د “باور او موثریت” تر کچې په طمع شي.

جې شنکر دا خبره په ګجرات ایالت کې د “نړیوال هند او د مودي په دوره کې د بهرنۍ پالیسۍ راڅرګندېدل” تر سرلیک لاندې یوې غونډې ته کړې ده.

جې شنکر، چې ویلي، هېواد یې وخت ته اړتیا لري، چې د سیاسي اړیکو د لرلو لپاره له لاسه تللي باور ته ورسېږي او په افغانستان کې خپل قونسلي فعالیتونه بیا پیل کړي.

نوموړي زیاته کړې؛ هر هېواد باید یو سیستم ولري، چې پر بنسټ یې خپل تعاملات تنظیم کړي. مونږ باید د باور او اغېزمنتیا د بیا را ژوندي کېدو ته په تمه پاتې شو انتظار وکړو او موږ وکولی شو په افغانستان کې خپل فعالیتونه بېرته پیل کړو. 

د هند د بهرنیو چارو وزیر جې شنکر وایي: د تېر کال په اګست کې دې ته اړ شوو، چې په افغانستان کې خپل سفارت وتړو او ان د هند یو استازی هم په افغانستان کې نه و، نو هغه مهال هر څه په ټپه ولاړ ول. مونږ کولی نشول، چې اسناد تایید کړو او دا هم راته ګرانه وه، چې تصدیق یې کړو؛ پاسپورت او ویزې چا ته وسپارو.

جې شنکر وايي، تر هغه وخته، چې شته ستونزې حل نشي؛ هند نشي کولی، چې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې خپلې اړیکې راژوندۍ کړي.

د هند د بهرنیو چارو وزیر په خبره، زدکړیالانو ته د زدکړو د ویزو د ورکولو بهیر هم د همدې لاملونو له کبله درول شوی دی.

د هند او افغانستان د اړیکو د بیا پیلولو لپاره باید د دواړو هېوادونو تر منځ له لاسه وتلی باور بېرته ورغوي.

د هند د بهرنیو چارو وزیر وايي، نوی دیلي په تمه دی، چې د تېر کال د اګست د میاشتې د پېښو له کبله، چې هر څه یې زیانمن کړل او نوي حکومت واک ترلاسه کړ؛ له افغانستان سره د هند اړیکې هم له خنډ او ځنډ سره مخ شوي، چې بېرته باید راژوندۍ شي.

که څه هم یو شمېر هندي دیپلوماتان په افغانستان کې د بشري مرستو د همغږۍ لپاره حضور لري؛ خو نوي ډیلي په افغانستان کې کوم سیاسي یا قونسلي فعالیت ندی پیل کړی.

د هند د بهرنیو چارو وزیر په خپلو خبرو کې د ترهګرۍ مسلې ته هم نغوته کړې. هغه وايي، اوس هند د واکمن دولت د هڅو له کبله په نړۍ کې پدې اړه، چې پاکستان د ترهګرۍ تر ټولو ستر ملاتړی دی – پیاوړې اجماع او پوهاوی رامنځته شوی.

هغه وایي: تاسې ټول پوهېږئ، مونږ داسې یو ګاونډی لرو، چې که هند د معلوماتي تکنالوژۍ په برخه کې تخصص ولري. دا هېواد د نړیوالې ترهګرۍ متخصص دی. پاکستان د نړیوالې ترهګرۍ تر ټولو لوی ملاتړی او تمویلوونکی دی؛ خو له نېکه مرغه د پاکستان په اړه د نړۍ نظر بدل شوی دی. دوی دې پایلې ته رسیدلي دي، چې که دوی د ترهګرۍ مخه ونه نیسي؛ دا به په راتلونکي کې دوی ته هم زیان ورسوي.

پاکستان په تېرو وختونو کې د ترهګرۍ د ملاتړ او تمویل ادعاوې رد کړي دي او د مودي په مشرۍ حکومت یې په هند کې د مسلمانو لږکیو او اسلام پر ضد پر هڅو تورن کړی دی.

په تېرو څو میاشتو کې د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو د سرپرستانو په ګډون د اسلامي امارت لوړ پوړیو چارواکو له هند څخه وغوښتل، چې له افغانستان سره سیاسي او اقتصادي اړیکې بیا پیل کړي او نوي ډيلي ته یې ډاډ ورکړ، چې په افغانستان کې د دغه هېواد د ټولو دیپلوماتانو او د سفارت د کارکوونکیو امنیت به ساتي.

د لوړو زده کړو وزارت تر اوسه پدې اړه څه ندي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې اوسمهال په سلګونه افغان زدکړیالان، چې د جمهوري نظام په وروستیو کې د رخصتیو د تېرولو لپاره هېواد ته راستانه شوي وه؛ نشي کولی هند ته د خپلو زدکړو د دوام لپاره سفر وکړي.

Trending

Exit mobile version