تازه خبرونه

افغان سرحدي ځواکونو فرضي کرښې ته نږدې د پاکستان پوځي مرکزونه وویشتل

Published

on

د افغانستان ملي دفاع وزارت نن (دوشنبه د کب اته‌ویشتمه) څرګنده کړې، چې د پاکستان جنګي او جاسوسي جیټ الوتکې یو ځل بیا د افغانستان خاورې ته ننوتلي او د پکتیکا په سپیرې او د خوست برمل ولسوالیو کې یې د ملکي خلکو پر کورونو بمبارډ کړی دی.

د دغه وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې: د پاکستان د هوایي یرخل او تېري په ځواب کې افغان سرحدي ځواکونو د فرضي کرښې په اوږدو کې د پاکستان پوځي مرکزونه پر درندو وسلو ویشتي دي.

خوارزمي زیاته کړې، د هېواد دفاعي او امنیتي ځواکونه د هر ډول تېري ځواب ورکولو ته چمتو دي او په هر حالت کې به له خپلې ځمکنۍ بشپړتیا څخه دفاع کوي.

د پاکستان پر پوځي مرکز له خونړي برید وروسته د دغه هېواد لوړپوړو چارواکو د غچ اخیستو شعارونه ورکړل.

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري ویلي: پاکستان پرېکړه کړې هر څوک، چې زمونږ پر پولو، زمونږ پر کور او یا زمونږ پر مالونو برید وکړي؛ مونږ به ورته سخت ځواب ورکړو، هغه که هر څوک وي او د هر هېواد وي.

د پاکستان د ولسمشر له دغو څرګندونو یوه ورځ وروسته تېره شپه د دغه هېواد کشفي او جنګي الوتکو د پکتیکا پر برمل او د خوست په سپېره ولسوالیو بریدونه وکړل.

د پاکستان له خوا ادعا شوې چې په دغو بريدونو کې د ټي ټي پي يو قوماندان پر نښه شوى دى.

له دغه برید څو ساعته وروسته د پاکستان د وزیرستان له سیمې د ټي ټي پي د یاد قوماندان عبدالله شاه ویډیو کلیپ خپور شو.

دغه هوايي بریدونه د اسلامي امارت له سخت غبرګون سره مخ شوي دي.

ذبيح الله مجاهد دغه بریدونه غندلي او وايي، چې دا ډول پېښې به ډېرې بدې پايلې ولري، چې د پاکستان له کنټروله به بهر وي.

اسلامي امارت وایي، چې پاکستان باید د خپلې بې کفایتۍ او ناکامۍ پړه پر افغانستان وانه‌چوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان په هوايي بريدونو کې د پکتيکا درې ښځې او درې ماشومان وژل شوي او دوه نورو میرمنو د خوست په سپیره ولسوالۍ کې خپل ژوند له لاسه ورکړیدی.

Trending

Exit mobile version