تازه خبرونه

افغان سفیر د سولې په بهیر کې له مولانا سمیع الحق څخه د ملاتړغوښتنه کړې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

تېره ورځ په اسلام آباد کې د افغانستان سفیر جانان موسي زي د جمعیت علمای اسلام د یوې ډلې له مشر مولانا سمیع الحق سره ولیدل.

په پېښور کې د افغانستان جنرال کونسل سید محمد ابراهیم خېل د پاکستان ایکسپریس تریبیون ورځپاڼې ته وویل؛ افغان سفیر له مولانا سمیع الحق څخه غوښتي، چې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو د لار په اوارولو کې مرسته وکړي.

د افغانستان سفیر د ملا عمر له مړینې او د ملا اختر محمد منصور له ټاکل کیدو څو ورځې وروسته په اکوړه خټک کې له مولانا سمیع الحق سره د ده په کور کې ولیدل.

دغه راز د پاکستان دان ورځپاڼې د یوې باخبرې سرچینې له مخې لیکلي، چې موسی زي مولانا سمیع الحق ته د ولسمشر غني د سولې غوښتنه رسولې او له هغه یې غوښتي، چې له طالبانو سره د سولې د ځنډیدلو خبرو په بیا پیل کې خپله مرسته ونه سپموي.

د ملا عمر د مړینې له اعلانه وروسته د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د دوه یم پړاو خبرې، چې ټاکل شوې وه د جولای په یو دېرشمه بیا هم په مري کې تر سره شي، تر نامعلوم وخت پوري ځنډیدلې دي.

د افغانستان سفیر جانان موسی زي له مولانا سمیع الحق سره له خبرو وروسته رسنیو ته ویلي، چې نوموړی په پاکستان او افغانستان کې له بشپړ ملاتړ برخمن دی.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ ولسمشر اشرف غني له دیني علماوو سره په لیدنه کې د سولې د بهیر په بیا پیل ټینگار کړی او مولانا سمیع الحق هم له طالبانو سره د سولې په بهیر کې د ملاتړ ډاډ څرگند کړ.

مولانا سمیع الحق د جمعیت علما د یوې څانگې مشر او د اکوړه خټک د حقاني دارالعلوم خاوند دی.

Trending

Exit mobile version