تازه خبرونه
افغان سوداګرو له امریکایي استازې سره پر سوداګریزو اسانتیاوو خبرې وکړې
د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولینو په دې لیدنه کې د افغان سوداګرو لپاره د سوداګریزو اسانتیاوو، بهرنۍ پانګونې، بانکي بندیزونو او ترې د رامنځته شویو ستونزو پر حل بحث او خبرې کړې دي.
د افغانستان د سوداګرۍ اوپانګونې خونې، مسوولینو په متحده اماراتو کې د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت له چارسمبالې سره په لیدنه کې له هغې غوښتي، چې د افغانستان په اقتصادي بیارغاونه کې همکاري وکړي او د افغانستان د سوداګرۍ پر وړاندې بانکي ستونز حل کړې.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولینو په دې لیدنه کې د افغان سوداګرو لپاره د سوداګریزو اسانتیاوو، بهرنۍ پانګونې، بانکي بندیزونو او ترې د رامنځته شویو ستونزو پر حل بحث او خبرې کړې دي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړی خان جان الکوزی وایي؛ د امریکا سفارت چارسمبالې سره مو دهېواد د سوداګرۍ او اقتصادي فعالیتونو پر وړاندې د پرتو ستونزو د شریکولو ترڅنګ له هغې د حل غوښټنه وکړه، چې په هېواد کې مو اقتصادي ماشین منظم حرکت وکړي.
بل لور ته د افغانستان لپاره د امریکا سفارت چارسمبالې کرن ډیکر د افغانستان د خصوصي سکټور د ملاتړ په برخه کې له خپلې ژمنتیا خبر ورکړ.
هغې ویلي: هیله ده، چې د دواړو اړخونو تر منځ په افغانستان کې د اقتصادي پرمختګ او د کاري فرصتونو د رامنځته کولو لپاره د همکارۍ مناسبه فضا رامنځته شي.
د اقتصادي چارو شنونکيو ويلي، چې د خصوصي سکټور لخوا د هېواد د اقتصادي ستونزو د اواري لپاره دا هڅې اړینې دي او د نړیوالو لخوا د بانکي ستونزو حل به په هېواد کې پر اقتصادي ودې او پراختیا مثبت اغېز وکړي.
د اقتصادي چارو شنونکی شمس احمدزی وایي: د امریکا او غرب لخوا د هېواد پر بانکي سکټور تحریمونو پر اقتصادي نظام منفي اغېزې کړي. د دې ستونزو د حل لپاره باید خبري وشي؛ که هغه دولتي وي یا خصوصي، خو باید د ستونزې د حل لپاره هڅې تر سره شي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولینو ویلي، چې له پاکستان سره یې له سوداګریزو لارو څخه په دې روستیو کې د پکتیا ډنډپټان ولسوالۍ د خرلاچي لار پرانستل شوې، چې تر یوه بریده پرې صادرات پیل شوي؛ خو دوی له پاکستاني لوري غوښتنه کوي، چې د تورخم او سپین بولډک لارې دې هم د دوه اړخیزې او منظمې سوداګرۍ لپاره پرانستل شي.
