تازه خبرونه

افغان سوداگرو ته اسلامي بانکداري ډېره گټوره ده- الکوزی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د سوداگرۍ اوصنایعو خونه وایِي، شپېته په سلو کی خصوصی سکتور له افغان بانکونو څخه پور نه اخلی او یوازنی لامل یې په بانکونو کې د اسلامي بانکدارۍ په اساس د پورونو نه شتون دی.
د سوداگرۍ اوصنایعو خونه وایي، هڅه یی پیل کړې، چې د افغانستان په مالي او اقتصادي نظامونو کې خلک له اسلامي بانکدارۍ څخه زیاته گټه واخلي.
ښاغلی الکوزی زیاتوي، له اقتصادي پلوه افغان سوداگرو ته اسلامي بانکداري ډ يره گټوره ده.
د سوداگرۍ اوصنایعو خونې مرستیال خان جان الکوزی وایي:
په همدي موخه مو د متحده عربی اماراتو له المعالي شرکت سره یوهوکړه لیک لاس لیک کړ، چې په بانکونو او نورو مالی برخو کې د اسلامي بانکدارۍ د برخو لپاره خپل مشاورین را واستوي.
نوموړی له خصوصی بانکونو غواړي، چې د اسلامي بانکدارۍ څانگې دې بشپړې غښتلي کړي.
د المعالی شرکت استازی محمدبولیف وایي:
زه له اسلامي بانکدارۍ پرته غواړم په افغانستان کې د پیسو د تبدالی او بیمي په برخه کي نوره پانگونه هم وکړم او هڅه کوم، چې ډير ژر خپل فعالیت پیل کړم .
د نوموئِ په وینا؛ په افغانستان کې د پانگوني لپاره ښه زمینه برابره ده او له افغان سوداگرو سره به گډه پانگونه وکړي .
د یادونې وړده، چې دغه پروژه به نږدي څلور کاله دوام وکړي او شاوخوا یو میلیون دالر لگښت لري، چې د المعالي شرکت له خوا ورکول کیږي.
دا شرکت نه یوازي په افغانستان کې، بلکې د نړۍ په یو شمېر اسلامي او غیراسلامي هېوادونو کې فعالیت لري، چې تر اوسه یی ډېرې بریالۍ پایلې ورکړي دي .

Trending

Exit mobile version