تازه خبرونه
افغان سوکوهونکی د یوې سکاټلینډۍ مرستندویې د وژنې پر تور د یونان محکمې ته حاضر شو
یو افغان وګړی، چې په یونان کې د یوې سکاټلینډۍ مرستندویې د وژنې پر تور نیول شوی؛ د آتن محکمې ته حاضر شوی دی.
۲۶ کلن شریف احمدزی، چې د افغانستان سوکوهونکی هم دی؛ نن سهار د آتن د لومړنۍ محکمې د څارنوالۍ دفتر ته ولېږدول شو.
د سکاټلینډۍ وګړې الیزابټ جین راس جسد د جولای پر اتهلسمه د آتن د یوه پرېښودل شوي کور په یوه بکس کې موندل شوی و.
د محکمې غونډه د تړلو دروازو تر شا ترسره شوې او تورن ته د محکمې لهخوا مدافع وکیل وټاکل شو. ټاکل شوې، چې هغه د نورو اورېدنو لپاره د پنجشنبې پر ورځ بیا محکمې ته حاضر شي.
احمدزی د عمدي وژنې، غلا او د وسلو اړوند سرغړونو پر تور نیول شوی دی.
د یونان پولیسو ویلي، تورن لومړی د وسلو د ناقانونه ساتلو پر تور نیول شوی و؛ خو وروسته څارنوالۍ پرې د عمدي وژنې او غلا تورونه هم ولګول.
څېړونکي ادعا کوي، چې نوموړي د راس له مړینې وروسته د هغې د بانکي کارتونو پر کارولو له بانکي حسابونو څخه له ۱۰ زره یورو ډېرې پیسې ایستلې دي.
پولیسو ویلي، تورن منلې، چې د راس جسد یې لېږدولی؛ خو د هغې وژنه ردوي.
د پولیسو د څرګندونو له مخې، څېړونکو هغه مهال تورن وپېژاند، چې د هغې پرېښودل شوې ودانۍ شاوخوا د څار کمرې وکتل شوې؛ هغه ودانۍ، چې د راس جسد په کې دننه په یوه بکس کې موندل شوی و.
چارواکي همداراز ادعا کوي، چې د راس له مړینې وروسته تورن د هغې له ګرځنده ټیلیفون څخه د هغې ملګرو او د کورنۍ غړیو ته پیغامونه لېږلي او وروسته یې ټیلیفون بند کړی دی.
یوناني رسنیو هم راپور ورکړی، چې تورن وروسته بل ټیلیفون اخیستی او په آتن کې یې د راس ملګرو، د خپلې مېرمنې په ګډون ته د یوه ناپېژانده«جهادي» پر نوم پیغامونه استولي او په ناسم ډول یې د راس د مړینې مسوولیت د هغې د مذهب له کبله منلی دی.
د سیمهییزو راپورونو له مخې، د تورن مېرمن هغه مهال شکمنه شوه، چې مېړه یې کور ته ستون نهشو، او وروسته یې د هغه د ټیلیفون له لارې هغه اپارتمان وموند، چې راس له ترورکېدا مخکې په کې اوسېده.
د دې پېښې په اړه څېړنې اوس هم روانې دي.