تازه خبرونه
افغان سوک وهونکي یما سعیدي خپل ګانایي سیال مات کړ
Last Updated on: غبرګولى ۲۴, ۱۳۹۹
افغان سوک وهونکي یما سعیدي د سوکوهنې خپله اتلسمه سیالي وګټله او خپل ګانایي سیال یې مات کړ.
د افغانستان د سوکوهنې دې څانګوال، چې په آلمان کې استوګن دی؛ تېره شپه یې د سوکوهنې د نړیوالې ټولنېIBF تر څار لاندې د ګانا هېواد له سوکوهونکي جي سپینسر سره سیالۍ ته ورودانګل.
دغه سیالي د آلمان په برلین ښار کې تېره شپه ۸ بجې پیل او اته وارې یې د امتیازونو له مخې خپله اووه لسمه بریا تر لاسه کړه.
یما سعیدی تر دې دمه د سوکوهنې د ډګر ۱۸ سیالۍ تر سره کړي، چې ۱۷ بریاوې، ۷ ناک اووټونه او یوه ماته یې په ویاړنه کې په برخه شوي دي.
دغه راز د ده ګانایي سیال جي سپینسر له ۱۳ سیالیو برخمن شوی، چې ۱۱ یې ګټلي او دوه ځلې مات شوی دی.