تازه خبرونه

افغان طالبانو له حکومت سره د سولې د خبرو د پیلولو په اړه مشورې پیل کړي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د پاکستان ایکسپریس تریبیون ورځپاڼه ادعا کوي، چې د افغان طالبانو په منځ کې له حکومت سره د سولې د خبرو د پیلولو په اړه جدي مشورې روانې دي.

 ایکسپریس تریبیون ورځپاڼې د طالبانو له قوله په ډاګه کړې، چې د دې ډلې مشرانو د سولې د خبرو د پیلولو په اړه په افغانستان کې له خپلو جنګي قومندانانو سره هم مشورې کړي دي.

 ورځپاڼه وايي، د طالبانو یوه مرکچي، چې د نوم د نه څرګندیدو په شرط ویلي؛ حاضردمه دوی له بهرنیو خواوو او همداراز له افغان لوري سره د خبرو د پیلولو په باب ږغېږي.

 ده همداراز څرګنده کړې، چې دا به په ملي او د افغانستان په کچه پرېکړه وي.

 د سلا مشورو دا پروسه پراخه ده؛ د طالبانو پوځي قومندانان، چې له موضوع خبر نه ول، خبر کړای شوي او دا ځل په سلامشورو کې ټول شامل کړ شوي دي.

 د ورځپاڼې په ادعا دغه طالب مشر دا هم ویلي؛ دا خبره سمه نه ده، چې طالبان د افغانستان د مسلې حل له پوځي لارې غواړي.

 دا په داسې حال کې ده، چې ځو ورځې وړاندې افغان ولسمشر محمد اشرف غني له نړیوالو ملګرو وغوښتل، چې په تور لست کې دې د طالبانو د رهبرانو نومونه ولیکل شي.

 یوشمېرد چارو شننونکي او د سولې عالي شورا د مشرتابه غړیو ویلي، چې له ملګرو ملتونو څځه داسې غوښتنه به له طالبانو سره د سولې بهیر زیانمن کړي. 

Trending

Exit mobile version