سیمه ییز خبرونه

افغان طالبان د روانې جګړې د پاى ته رسولو لپاره لېواله دي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د بهرنيو چارو وزارت وايي، د سيمې استخبارات له وسله والو طالبانو سره د سولې د خبرو په وړاندې ستونزې جوړوي. د بهرنيو چارو وزارت د مسئولينو په وېنا افغان طالبان د روانې جګړې د پاى ته رسولو لپاره لېواله دي، خو ګاونډي هېوادونه په دې لاره كې ستونزې جوړوي.

كلونه كېږي، چې افغان وسله وال طالبان په افغانستان كې جګړې ته د بهرنيو ځواكونو د اېستلو او اسلامي امارت د رامنځته كولو په پلمه جګړه كوي.

وسله والو طالبانو د افغان دولت د سولې پرلپسې وړانديزونه رد كړي دي.

د بهرنيو چارو وزارت د وياندوى دفتر سرپرست احمد شکیب مستغنی وايي، افغان وسله وال طالبان لېواله دي، چې جګړه پاى ته ورسوي او ستونزې ته سوله ايز حل پېدا كړي، خو ګاونډي هېوادونه په دې لاره كې ستونزې جوړوي.

د بهرنيو چارو وزارت د وياندوى دفتر سرپرست همدارنګه وايي، چې لاهم په كوم اسلامي هېواد كې د وسله والو طالبانو لپاره د سياسي دفتر د پرانيستنې په باب پرېكړه نده شوې.

په ورته وخت كې داسې ګنګوسې دي، چې ښايي په قطر كې له ماتې سره مخامخ شوې خبرې دا ځل په سعودي عربستان كې پېل شي، خو د بهرنيو چارو وزارت زیاتوي، چې د وسله والو طالبانو د سياسي دفتر په باب هېڅ پرېكړه نده شوې.

په دې وروستيو كې داسې رپوټونه خپاره شول، چې افغان ولسمشر حامد كرزي د وسله والو طالبانو له ځينو رهبرانو سره په پټه تماسونه نيولي دي، چې ورسره د كابل واشنګټن اړيكې لاپسې سړې شوې.

افغان ولسمشر حامد كرزي د كابل واشنګټن د امنيتي تړون لاسليك له وسله والو طالبانو سره د افغان دولت د سولې د رسمې خبرو له پېلېدو سره تړلې دي.

Trending

Exit mobile version