تازه خبرونه
افغان طالبان د سولې خبرو ته چمتو نه دي- سرتاج عزیز
د پاکستان د لومړي وزیر مشاور وايي، طالبان تر دې دمه د سولې خبرو اترو ته چمتو نه دي.
د دغه هېواد د لومړي وزیر د ملي امنیت او بهرنیو چارو مشاور سرتاج عزیز په ډاګه کړې، چې افغان طالبانو تر اوسه د همغږۍ ډلې څلور اړخیزو هڅو ته مثبت ځواب نه دی وړاندې کړی، چې د افغان دولت او طالبانو تر منځ د سولې خبرې اترې بیا پیل شي.
عزیز د پاکستان او افغانستان د خبرو اترو په پېنځمه ناسته کې، چې د سولې سیمه ییزې موسسې لخوا جوړه شوې وه په خپلو خبرو کې ویلي، چې د افغانستان، پاکستان ، چین او امریکا د استازیو ګډو هڅو ته، چې کابل او طالبان د خبرو اترو میز ته کښینوي؛ تر دې دمه طالبانو مثبت ځواب نه دی ورکړی.
سرتاج عزیز هیله من شوې، چې د سولې دا ډله باید سوله ییزې هڅې روانې وساتي او له خپلو ګډو مسوولیتونو سره په مطابقت کې هڅه وکړي، چې خبرې سیمې ته سوله راولي.
د نوموړي په وینا؛ په افغانستان کې سیاسي بې ثباتي، د ملا عمر د مړینې اعلان، د افغان مهاجرینو ستنیدنې او د پاکستان او افغانستان تر منځ د اوږدې پولې اغېزې هغه لاملونه دي، چې د دواړو هېوادونو تر منځ يې ستونزې پراخه کړې دي.