تازه خبرونه
افغان فلم پر واقعیتونو ولاړ سریالونه جوړوي ـ جاوید افغان
د افغان فلم نوي مشر جاوید افغان ویلي؛ د افغان فلم هڅې پراخيږي، د شته وړتیاوو پر مټ به د افغانستان رښتینې کیسې او سریالونه نړیوالو ته وړاندې کړي.
د افغان فلم مشر همداراز د دې بنسټ د کارکوونکیو پر ډېرولو او نویو فلمونو پر جوړولو ټینګار کوي.
افغان فلم د افغانستان ځانګړی دولتي بنسټ دی، چې څو لسیزې تاریخي مخینه لري او د هېواد د سینمایي ډګر د ملاتړ او پیاوړي کولو دنده پر غاړه لري.
د افغان فلم مشر جاوید افغان وایي: د افغان فلم څانګه یوه مهمه څانګه ده او مونږ به د خپلو مشرانو پر سپارښتنو پوره کار وکړو، چې د افغان فلم څانګه پرمختګ وکړي.
دې بنسټ په تېرو حکومتونو کې ډېر فلمونونه جوړ کړي.
په تېر حکومت کې د افغان فلم د مشرې صحرا کریمي انګیرنه هم همدا وه، چې تازه فلمونه جوړ شي.
د افغان- فلم مشر جاوید افغان که څه هم د فلم جوړولو په ډګر کې د ښځینه وو د کار د دوام په اړه څه نه وايي؛ خو ټینګار کوي، چې د دې بنسټ کارکوونکي به د تېر په څېر خپلو دندو ته دوام ورکړي او د شته وړتیاوو پر مټ به د افغانستان رښتینې کیسې نړیوالو ته وړاندې کړي.
د افغان فلم مشر جاوید افغان زیاته کړې: د هغه کسان، چې مخکې یې دلته کار کړی او د کار کولو وړ دي؛ ترې غواړو، چې له مونږ سره کار وکړي او په ګډه خپلې لاسته راونې خپلو خلکو او نړۍ ته د افغانستان د رښتیني انځور په بڼه وړاندې کړو.
په هېواد کې افغان- فلم د ملي فلمونو د جوړولو یوه مهمه څانګه بلل کېږي؛ ځکه، چې آرشیف یې د افغانستان د تاریخي پېښو ښکارندویي کوي، خو اوس هم روښانه نده، چې دا بنسټ به د څه ډول فلمونو او سریالونو جوړولو ته زړه ښه کړي او آیا په افغانستان کې به بیا د سینماګانو فعالیت ته اجازه ورکړي که نه.