لوبی

افغان فوټبال لوبډلې یمن ته ماتې ورکړه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د آسیا تنکیو ځوانانو په اتلولۍ د افغانستان له ۱۶ کلونو د کم عمره ځوانانو د فوټبال لوبډلې په خپله درېیمه لوبه کې پرون(د وږي په ۲۷) یمن لوبډلې ته ماتې ورکړه.

دا سيالي، چې تېرماښام  وشوه، افغانستان د یمن لوبډلې ته دوه د یوه په مقابل کې ماتې ورکړه.

د لوبې په ۱۹ دقیقه کې یمن لوبډلې د تنیکو افغان لوبډلې یو گول وکړ، خو د لوبې په ۷۱ دقیقه کې افغان لوبډلې یمن ته یو گول ورکړ.

افغان لوبډلې، چې لوبه مساوي ولیدله، خپل گوزارونه یې چټک کړل او له لومړي گول څخه نهه دقیقې وروسته ، يې یمن ته بل گول هم ورکړ او نور درې امتیازونه یې خپل كړل.

افغانستان د آسیا د تنکیو ځوانانو په لومړیو دوه لوبو کې له کویت او اماراتو سره د لوبو په  مساوي کولو د دې ډلو د پرمختگ مخه ډب کړې او  له دې وروسته به  د پاکستان او مالدیف  د ۱۶ کلنو تنکیو ځوانانو له لوبډلو سره لوبه كوي .

که افغان لوبډله له پاکستان او مالدیف هم لوبه وگټي؛ نو د آسیا تنکیو ځوانانو د فوټبال په پای لوبه کې به یې د لوبېدلو چانس ډېر شي.

دا سيالۍ، چې په کويت کې پيل شوي دي ا فغان فوتبال لوبډله په (ب) گروپ کې د کويت، يمن، متحده عربي امارات، پاکستان او مالديف ټيمونو سره لوبي کوي.

اوس یوازې ورته پاکستان او مالدیف لوبډلې پاتې دي او په ماتولو به یې پای لوبې ته چانس ډېر شي

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Trending

Exit mobile version