لوبی
افغان لامبو وهونکي عباس کریمي په امریکا کې د سرو او سپینو زرو مډالونه وګټل
افغان معلول لامبو وهونکي عباس کریمي د امریکا په مینهسوتای ایالت کې د لامبو وهلو په نړیواله سیالۍ کې د سپینو زرو مډال ګټلی دی.
عباس کریمي د جمعې پر ورځ (اپریل۲۱) د لامبو وهنې د نړیوالې لړۍ په لومړۍ غونډه کې لومړی مقام خپل کړ او د دې سیالۍ د سرو زرو مډال یې وګاټه.
دا سیالي د مینهسوتا ایالت په مینیاپولیس کې ترسره شوه او ښاغلي کریمي د ۵۰ متره شاپرک په څانګه کې د سرو زرو مډال وګاټه.
هغه د تېر کال په وري میاشت کې د اندیانا د پولیس په ایالت کې د ۵۰ متره شاپرک سیالۍ د سرو زرو مډال وګاټه.
کریمي دا مهال په امریکا کې کډوال دی او د یوه امریکايي وګړي په توګه په سیالیو کې برخه اخلي.
نوموړي له دې مخکې هم په نړیوالو سیالیو کې د افغانستان استازیتوب کړی او د سرو زرو څو مډالونه یې ګټلي دي.
په دغو سیالیو کې له دیارلس هېوادونو څخه ۱۴۱ لامبو وهونکیو برخه اخیستې وه.
کریمي د سرو زرو د مډال پر ګټلو د پارا یا معلولو لامبو په نړیوالو سیالیو کې د ګډون جواز ترلاسه کړ، چې په درې میاشتو کې به د انګلستان پر کوربتوب ترسره شي.
درې میاشتې وروسته به کریمي د پارالمپیک نړیوالو سیالیو ته ولاړ شي؛ شپږ کاله وړاندې پر ۲۰۱۷ کال په مکسیکو کې د ۵۰ متره شاپرک په برخه کې د سپینو زرو مډال وګاټه او په نړۍ کې لومړنی کډوال شو، چې د لومړۍ درجې نړیوالو سیالیو مډال یې وګاټه.
عباس کریمي د توکیو په پارالمپیک لوبو کې هم برخه اخیستې وه او د المپیک د نړیوالې کمیتې د مهاجرینو د لوبډلې د فاینل لوبغاړي په توګه هم ګډون کړی و.