لوبی

افغان لوبغاړي علي رضا آساهي د بدني ښکلا په نړیوالو سیالیو کې د سرو زرو مډال وګاټه

Published

on

د افغانستان د بدني ښکلا فدراسیون ملي لوبډلې غړي علي رضا آساهي د بدني ښکلا نړیوال جام د څوارلسم پړاو پر لومړۍ ورځ د تجربه لرونکیو تر منځ د سرو زرو مدال وګاټه.

د بدني ښکلا او فتنس فدراسیون د څرګندونو له مخې، آساهي په ۹۰ کیلو ګرامه وزن کې سیالي ترسره کړه.

دغه فدراسيون زياته کړه، چې آساهي په دغو سياليو کې د چين، جاپان، هند او جنوبي کوريا خپلو پياوړیو سيالانو ته له ماتې ورکولو سره د دغو سياليو د سرو زرو د لومړي مدال ویاړ یې د افغانستان پر برخه کړ.

 د يادونې، چ ې د بدني ښکلا او فتنس نړيوال جام سيالۍ د سویلي کوريا پر کوربه‌توب له ٤٠ څخه د ډېرو هېوادونو لوبغاړیو په ګډون ترسره شوې، چې افغانستان په دغو سياليو کې درې استازي درلودل.

Trending

Exit mobile version