تازه خبرونه

افغان مشرانو د پاکستان ستر درستیز ته د کابل د سفر بلنه ورکړې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

پاکستان وايي، د افغانستان مشرتابه د پاکستان د پوځ نوي ستر درستیز جنرال قمر جاوید باجوه ته د کابل د سفر بلنه ورکړې ده.

د پاکستان دان ورځپاڼې لیکلي، چې دا خبره د پاکستان د پوځ د رسنیو د څانګې مشر ډګرجنرال آصف غفور په تویتر پاڼه کې په ډاګه شوې ده.

ده څرګنده کړې، چې د یکشنبې په شپه د پاکستان د پوځ ستر درستیز جنرال باجوه؛ ولسمشر محمد اشرف غني، اجرائيه ريیس عبدالله عبدالله او د افغانستان ستر درستیز قدم شاه شهیم ته تیلیفون کړی او د نوي میلادي کال مبارکۍ یې ورکړي دي.

په تویتر پاڼه کې ډګرجنرال غفور لیکلي، چې د پاکستان د پوځ ستر درستیز د سیمې د سولې او ثبات د راتلونکي لپاره د ګډ کار پر ارادې تینګار کړی دی.

د افغان او پاکستاني چارواکو ترمنځ په وروستیو کې راشه درشه او تماسونه خورا ډېر  پیکه شوي او افغانستان په زغرده وايي، چې له پاکستان څخه پرته یې له نورو هېوادونو سره اړیکې ښې او ټینګې دي.

د پاکستان د پوځ وياند جنرال آصف غفور زیاته کړې، چې دواړو لوریو د سولې ټینگښت د افغانستان او پاکستان په گټه او د سیمې د ثبات لپاره مهم وباله.

دا د پاکستان د پوځ له نوي مشر سره د افغان چارواکو لومړۍ خبرې دي. له دې وړاندې راحیل شریف د پاکستاني پوځ مشر و، چې څو ځله یې د ملي وحدت حکومت په عمر کې کابل ته سفرونه وکړل؛ خو موخې او لاسته راوړنې یې اوس هم پټې پاتې دي.

د افغانستان حکومت تر اوسه په رسمي بڼه په دې اړه څه نه دي ویلي؛ خو ولسمشر غني په هند کې له افغانستان سره د پاکستان له لوري د ۵۰۰ میلیون دالرو مرسته رد کړه او له دغه هېواده یې وغوښتل، چې دغه مرسته دې د ترهګرو په وړاندې مبارزه کې ولګوي.

Trending

Exit mobile version