تازه خبرونه
افغان میرمنو ته د زدهکړو او کار امکانات برابر کړئ – رینا امیري
د افغانستان د ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري ټینګار کړی، چې نړیواله ټولنه باید د اسلامي امارت د محدودیتونو د مخنیوي لپاره ښځو ته د زدهکړو، تحصیلي بورسونو او کار زمینه برابره کړي.
رینا امیري د شنبې پر ورځ په ایکس چینل کې له خپلو همکارانو او افغان فعالانو سره د تېرې میاشتې د لیدنو په اړه څرګنده کړې، چې ښايي په افغانستان کې د “ویجاړونکي” وضعیت د ښه کولو لپاره لارې چارې توپیر ولري؛ خو هغه کسان، چې د بشري حقونو د خوندیتوب په لټه کې دي باید مدني فضا رامنځته کړي. خبرې اترې او زغم، چې دوی یې هیله لري په افغانستان کې رامنځته او وځلوي.
هغې څرګنده کړې: مونږ باید په ټولیزه توګه طالبانو (اسلامي امارت) ته دا روښانه کړو، چې که څه هم مونږ د ویجاړونکي وضعیت د ښه کولو هڅه کوو؛ خو د روان حالت په ښه کېدو کې به پرمختګ تر هغې رانهشي، چې هغوی د افغانانو حقونو ته درناوی ونهکړي.
نوموړې زیاته کړې: مونږ باید د افغانانو په ځانګړي توګه له ښځو څخه د ملاتړ په برخه کې خپل بیانونه د طالبانو (اسلامي امارت) له افراطي او ظالمانه کړنو سره د مقابلې لپاره د زدهکړو، تحصیلي بورسونو، کار او نورو وسایلو د برابرولو لپاره، چې له زمونږ له غوښتنو سره مطابقت ولري؛ پخپلو سرچینو سمبال کړو.
رینا اميري ويلي، چې د ملګرو ملتونو په عمومي ناسته کې څو لوړپوړې ناستې ترسره شوې، چې يوه يې په افغانستان کې د ښځو د حقونو په اړه د وزيرانو پر کچه غونډه وه.
هغه وایي؛ پیغام مو روښانه دی: که طالبان (اسلامي امارت) د افغانانو حقونو ته درناوی ونهکړي او د ټولنې نیمايي وګړي حذف کړي؛ د نړیوالې ټولنې د یوې برخې کیدو تمه هم نهشي کولی.
دغه راز څرګندوي، چې د ملګرو ملتونو د عمومي ناستې په څنډه کې یې د مسلمانو هېوادونو له استازو سره په کتنه کې هوکړه کړې، چې د طالبانو (اسلامي امارت) ظالمانه تګلارې په ځانګړي توګه د ښځو او نجونو پر وړاندې؛ د افغانستان او نړۍ لپاره ویجاړوونکې او ښې نهدي.
هغې زیاته کړې: مونږ هوکړه وکړه، چې باید د افغانستان د ښځو او نجونو په اړه نړیوال پیوستون وساتو او د دیپلوماتیکو او کوټلو هڅو له لارې په افغانستان کې دننه او بهر له افغان میرمنو او نجونو ملاتړ روان وساتو.
دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت د شریعت په چوکاټ کې د ښځو د تعلیم او کار کولو د حقونو په ګډون د بشري حقونو درناوي ته خپله ژمنتیا تل ښکاره کړې ده.