بی بی سی پښتو

افغان میندې او د طالبانو واکمنۍ کې زېږون: د موبایل څراغ ته د ماشومانو ولادت

Published

on

(Last Updated On: تله ۲, ۱۴۰۰)
BBC
افغانستان کې د طالبانو له راتګ سره د عامې روغتیا برخه کې ستوزنې په ډېرېدو دي

رابعه د افغانستان د ننګرهار په یوه روغتون کې له زېږون څو ورځې وروسته خپل نوی ماشوم کراروي. هغه وايي: “دا مې درېیم ماشوم دی خو تجربه یې به بیخي بدله وه، ډېره سخته تجربه مې تېره کړه”.

یوازې په څو اوونیو کې د ماشومانو د زېږون هغه څانګه کې چې د رابعې ماشوم پکې پيدا شوی و، لومړنی خدمتونو په ټپه درېدلي. هغې ته د ولادت پرمهال د درد ګولۍ، خواړه او هیڅ ډول درمل نه وو ورکړل شوي.

په هغه روغتون کې چې د ګرمۍ درجه پکې تر ۴۳ رسېده، برېښنا یې پرې شوې وه او د جنراتور روښانولو ته د تېلو پيسې نه وي.

د زیږون پرمهال د رابعې قابله عابده نه ستړې کېدونکي هلې ځلې کوي او وايي: “پر موږ داسې خولې راماتې وې لکه تشناب کې چې اوبه پر ځان را خوشې کړئ”.

عابده وايي د برېښنا د نشتوالي له امله د ماشومانو د زېږون پرمهال د موبایل څراغ کاروي. نوموړې زیاتوي: “دا زما لپاره د خپلې دندې پرمهال تر ټولو بده تجربه وه. له ډېره درده او نهیلۍ ډکه ده. خو له هغې راهیسې چې طالبان واکمن شوي، شپه او ورځ زموږ همدا حال وي”.

رابعه بختوره ده چې خپله او ماشوم یې ژوندی پاتې شول. افغانستان د نړۍ په هغه هېوادونو کې دی چې د مور او ماشوم مړینه پکې تر نورو ځایونو ډېره ده.

د روغتیا نړیوال سازمان یا ډبلیو اېچ او د مالومات له مخې افغانستان کې لا هم په هر سلو زرو زېږونونو کې ۶۳۸ میندې مري.

دا کچه پخوا نوره هم لوړه وه. خو د مور او ماشوم د روغتیا په برخه کې هغه پرمختګونه چې له ۲۰۰۱ کال راهیسې شوي، په چټکۍ مخ په ځوړ روان دي.

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق اجرایه مشره نتالیا کنېم وايي،‌ اوس حالت خورا بېړنی او نهیلي کوونکی دی او دا یې په ريښتیني ډول حس کوي.

دا صندوق اټکل کوي چې که د ښځو او نجونو لپاره بیړنۍ مرسته ونه شي، ښايي ۵۱۰۰۰ نورې میندې او ماشومان ومري او ممکن ۴ عشاریه ۸ میلیونه میندوارې میندي ونه کتل شي.‌

همدا راز ښايي تر ۲۰۲۵ پورې د هغو کسانو شمېره دوه برابره لوړ شي چې د کورنۍ یا ماشوم پلانولو لپاره روغتیايي کلینیکونو ته لاسرسی نه لري.

BBC
نړیواله ټولنه وایي، که بېړنۍ مرستې ونشي د افغان میندو او ماشومانو ژوند به لا جدي خطر سره مخ شي.

د افغانستان د عامې روغتیا پخوانی وزیر ډاکټر وحید مجروح (چې د ندې پرمهال یې دا خبرې کولې) وايي: “په ټول افغانستان کې د لومړنیو روغتیايي اسانتیاوو مرکزونه په ړنګېدو دي. له بده مرغه له دې سره به د مور او ماشوم مړینه هم لوړه شي”.

ښاغلي مجروج د جهموریت د کابینې یوازینی وزیر و چې د طالبانو په سرپرسته کابینه کې هم تر یو څه مودې پر خپله دنده پاتې و.

کله چې بهرني ځواکونه له افغانستانه په وتو شول، طالبانو د ولسوالیو او ولایتونو پر نیولو پیل وکړ او کله چې طالبان پر کابل واکمن شول، بهرنۍ مرستې ودرېدې او یا له لویه سره کنګل شوې.

د افغانستان روغتیايي سیستم تر ډېره پر همدې بهرنیو مرستو پایېده. د امریکا او د روغتیا نړیوال سازمان په کډون بهرني بسپنه ورکوونکي په کابل هوايي ډګر کې کړکېچن حالت ته پام د افغانستان روغتیايي سیستم ته طبي مرستي نه شي رسولای.

له همدې امله په افغانستان کې د ژوند ژغورنې او د میندوارۍ پرمهال د ښځو د روغتیا لپاره طبي وسایلو ته لاسرسی خورا ډېر اغیزمن شوی دی، او کورونا یې اغېز دوه برابره ډېر کړی دی.

ډاکټر مجروح وايي،‌په افغانستان کې د کورونا د څلورمې ممکنه څپې لپاره هیڅ ډول چمتوالی نشته.

په هغه روغتیايي مرکز کې چې عابده پکې کار کوي، د مالي مرستو بندولو پایله دا شوه چې د امبولانس چلولو لپاره د تیلو پيسې نشته.

عابده وايي: “همدا دوه شپې وړاندې یوه مور چې لنګوالۍ ته نژدې وه، په بیړه یې د امبولانس غوښتنه وکړه، ځکه هغه په ډېر دردر کې وه. زموږ په امبولانس کې تیل نه وو، نه یې د تیلو پيسې وي. هغې ته مو وویل چې ټکسې موټر کې راشي. خو پر وخت هیڅ ورته پیدا نه شول.‌هغوی بلاخره موټر پیدا کړی و، خو ډېره ناوخته وه. تر څو چې کلینک ته رارسېده، په موټر یې کې ماشوم پیدا شوی و. د هغې درد ډېر زیات و، څو ساعته بې هوښه شوې وه. موږ ګومان نه کاوه چې ژوندۍ دې پاتې شي. ماشوم هم په ډېر سخت حالت کې و. موږ هیڅ نه درلودل چې وریې کړو”.

له نیکمرغه د مور ماشومه ژغورل شوې وه. مور هم له همغه روغتون درې ورځې وروسته رخصت شوې وه چې د مالي مرستو نشتوالي خورا ډېر ځپلی دی.

BBC
افغانستان کې د زېږون پر مهال د مور او ماشوم د مړینې کچه لوړه ده

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق مشره کنېم وايي: “موږ شپه او ورځ کار کوو، هڅه کوو چې یو سیستم رامنځته کړو، خو له پيسو پرته هیڅ نه کېږي. آن په کابل کې د تېرو څو اوونیو ډراماتیکو پېښو پخوا هم په هرو دوو ساعتونو کې یوه افغان ښځه د ماشوم د زېږون پرمهال مړه کېده”.

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق هڅه کوي له هغو څه باندې یو میلیارد میلیونو ډالرو مرستې نه چې نړیوالې ټولنې یې ژمنه کړې کړي، نژدې ۳۰ میلیونه یې د افغان ښځو او نجونو د ژوند ژغورنې طبي برخې ته تر لاسه کړي.

په افغانستان کې روغتیايي حالت ته په پام ښايي اړینو روغتیايي مرستو ته د رسېدو لپاره خوندي لاره ورکړل شي او طالبان هم په دې باور دي چې له بهرنیو مرستو پرته په افغانستان کې روغتیايي سیستم نه شي پایېدلی.

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق اندېښمن دی چې په کوچني عمر کې د ودونوو ډېرېدل ښايي د مور او ماشوم د مړینې کچه لا ډېره کړي.

ډېرېدونکي بې وزلي، اوسمهال ښوونځیو ته د غټو نجونو نه پرېښودل، او وسله والو سره د کوچنیو نجونو د ودولو اندېښنې مهم موضوعات دي. ډاکټره کنېم وايي، که څوک په کم عمر کې مور شوې وي، د ژوند پایېدو چانس یې سملاسي راکمېږي.

پر ښځو د طالبانو نوي بندیزونه د افغانستان روغتیايي سیستم، چې له وړاندې نازک دی، لا نور ځپلی شي. د افغانستان په ډېرو سیمو کې ښځې دباندې وتو پرمهال باید حجاب یا چادري واغوندي. خو یوه بله لویه اندېښنه هم شته.

داسې رپوټونه شته چې روغتونو او کلینیکونو ته ویل شوي چې ښځینه ناروغانې به یوازې ښځینه ډاکترانې ګوري.

یوې قابلې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، بي بي سي ته وویل یو ډاکټر هغه مهال ډبول شوی و چې ښځینه ناروغه یې یوازې په خونه کې معاینه کړې وه.

هغه قابله وايي په هغه مرکز کې چې دا پکې کار کوي، ډاکټرانو ته ویل شوي،‌ که د ښځینه ناروغانو د معاینې لپاره ښځینه ډاکټرانې نه وي، نارینه ډاکټر یوازې په هغه صورت کې ښځې ناروغانې کتلای شي چې په خونه کې دوه یا درې نور کسان هم حاضر وي.

ښځو ته ویل شوي چې له محرم یا له نارینه پرته دې بهر نه وځي،‌ خو زرمینه چې په ننګرهار کې د پنځو میاشتو میندواره ده، وايي:

“زما مېړه غریب سړی دی، هغه موږ ته د یوې مړۍ ډوډۍ لپاره د سړک تر غاړې سودا خرڅوي. زه ولې هغه ته ووایم چې کار پرېږدي او له ماسره روغتون ته ولاړ شي؟”

د عابدې په وینا له میندوارو مېرمنو سره روغتون ته د نارینه و د تګ اجباري کول په دې مانا دي چې ښايي د زرمینې په څېر ګڼې میندوارې میرمنې کلینیکونو ته د مهمو معاینو لپاره ولاړې نه شي.

همدا ډول ښايي ګڼې روغتیايي کارکوونکې هم له دې وروسته کار ته تګ لپاره زړه ښه نه کړي.

BBC
کلتوري محدودیتونو هم افغانستان کې روغتیایي اسانتیاو ته د ښځو لاسرسی کم کړی

د روغتیا نړیوال سازمان وايي په افغانستان کې د هرو لسو زرو کسانو لپاره ۴ اعشاریه ۵ ډاګټران شته چې دا له نړیوال معیار نه پنځه برابره ټیټه کچه ده.

دې ته په پام چې د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته ګڼ ډاکټران له افغانستانه وتلي، ښايي دا کچه نوره هم راکمه شوې وي.

په اګست میاشت کې طالبانو له ښځینه روغیتايي کارکوونکو وغوښتل چې خپلو کارونو ته ستنې شي. خو ډاکټر مجروح وايي،‌ د باور جوړېدل وخت غواړي او ډاکټرانې باید ډاډه شي چې کومه ستونزه ورته نشته.

بني زاده په کابل کې د ښځو د ناروغیو ډاکټره ده. هغې پر کابل د طالبانو له واک وروسته خپله دنده پرېښې ده او په کابل هوايي ډګر کې یې له هېواد د وتو لپاره ۲۴ ساعته انتظار هم کړی دی.

نوموړې وايي،‌ هر څه په یوه شپه کې بدل شول.‌ د اغلې نبي زاده پخوانۍ همکارانې هم یا له افغانستانه وتلي او یا یې د خوندیتابه لپاره دندې پرېښې دي.

هغه زیاتوي: “زما ګاونډۍ د ۳۵ اوونیو میندواره ده، غواړي له ډاګټرې سره د زېږون عملیاتو لپاره وخت واخلي، خو د ډاکټرې تیلیفون بند دی. ګاونډۍ مې ډېره ورخطا ده او وايي په خیټه کې یې د ماشوم حرکتونه نه حس کوي”.

د روغتیا عامه خدمتونو کارکوونکو ته له تېرو درېیو میاشتو معاشونه نه دي ورکړل شوي. عابده یوه له همغو کسانو ده، خو وايي له معاش پرته بیا هم غواړي تر دوو نورو میاشتو کار وکړي. نوموړې وایي:

“موږ پرېکړه کړې چې دا کار به د خپلو ناروغانو او خپلو خلکو لپاره کوو. خو د پيسو نشتوالی نه یوازې زموږ اندېښنه ده بلکې ناروغان مو هم ډېر اندېښمن دي. هغوی ډېر بې وزله دي، د درملو پېرلو وس نه لري”.

دبشري حقونو د څار ادراې په برخه کې د ښځو د برخې مشره هېدر بار وايي: “افغانان د جګړې د مرګژوبلې په اړه ډېر څه اوري. خو ډېر لږ پر دې غږېږي چې د ماشومانو د زېږون پر مهال څومره میندي او ماشومان مري، داسې حال کې چې مخنیوی یې کېدای شي”.

اغلې چې بار چې په می میاشت کې کابل ته تللې وايي، یوه روغتون د خپلو کارکوونکو د معاشونو پوره کولو لپاره هر څه کم کړي و. د زېږون پرمهال ګڼې میندې مجبورې وې چې وسایل په خپلو پيسو واخلي.

هغه زیاتوي: “یوې ښځې د خپل ولادت لپاره څه نا څه ۵۵۰۰ افغانۍ (۲۶ ډالره) پردې لګولي وو چې د زېږون لپاره اړین طبي وسایل واخلي. هغې خپلې وروستۍ پیسې پر هغو وسایلو مصرف کړې وې چې که عملیاتو ته یې اړتیا پېښېږي، باید له وړاندې یې وپېري”.

BBC
داسې وېره شته چې ښایي افغانستان کې په کم عمر کې د نجونو ودول لا ډېر شي

اوس چې درمل او طبي وسایل کم شوي دي، یوازې له شخصي درملتونونو یې په خپلو پيسو اخیستلای شي، خو ډېری افغانان یې وس نه لري.

زرمینه وايي: “داسې میندوارې ښځې مې ولېدې چې ټوله ورځ یې زموږ په سیمه ییزو روغتیايي مرکزونو کې درملو ته په تمه تېروله، خو تش لاس بیرته کورونو ته ستنېدل. دا غوره ګڼم چې زېږون مې کور کې وشي، نه په روغتون کې. ځکه هلته نه درمل شته او نه هم وسایل. د ماشوم روغتیا او خپل صحت ته مې اندېښمنه یم”.

د نړیوال بانک د مالوماتو له مخې، په افغانستان کې نژدې ۵۵ سلنه وګړي د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي. ډېر یې په لېرې پرتو سېمو کې اوسېږي.

ډاکټر لودي چې د هرات په لېرې پرتو سیمو کې د بې وزلو خلکو او ګوښو خلکو درملنه کوي وايي: “موږ د داسې خلکو درملنه کوو چې خورا ډېر بې وزله او ډېر لږ مالي امکانات لري. موږ له ډېر سخت روغتیايي ناورین سره مخامخ یوو”.

له هغې راهیسې چې طالبان واک ته رسيدلي، د ښاغلي لودي کاري ډله وايي د خوارځواکۍ، نمونیا، رواني ناروغیو او د زیږون پرمهال ستونزې په ډرماتیک ډول ډېرې شوې دي.

د هرات د یوې لېرې پرتې سیمې ۲۸ کلنه اوسېدونکې لېنا وايي: “د طالبانو له راتګ مخکې یوه روغتیايي کلینک راته وویل چې خوارځواکه یم او نېمونیا ناروغي لرم. او زه میندواره هم وم”.

نوموړې وايي: “مېړه مې روغتون ته په خره یوړم. هلته قابلې زما د ولادت ستونزه را حل کړه خو د ماشوم وزن مې کم دی”.

لینا اوس په کور کې ده او حالت یې نازک دی، نه پوهېږي چې له ګټې وټې پرته یې ماشوم څرنګه لوی کړي.

ډېر افغانان وېره لري چې د دې هېواد د روغتیایی سیستم کړکېچ ورځ تر بلې ژورېږي او بد لور ته روان دی. د دې حالت تر ټولو ډېر زیان د میندوارو مېرمنو، نویو زېږېدلو او د ټیټ عمر ماشومانو په څېر چې تر ټولو ډېر زیامنېدونکي دي، رسېږي.

عابده چې د خپلې قابلې دندې ته په ډېر نهلۍ ځي، وايي،‌ د هرې ورځې په تېرېدو حالت لا بدترېږي او هیڅوک نه پوهېږي چې څه به کېږي.

Trending

Exit mobile version