تازه خبرونه
افغان مېرمنې باید راتلونکي ته هیله منې وي – د فرانسې ولسمشر
مکرون ازادي راډیو ته ټینګار کړی، چې د افغانستان خلک پیاوړي دي او د دې هېواد ښځې او نجونې باید راتلونکي ته هیله منې وي.
د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون ویلي، افغان ښځې او نجونې هره ورځ له افغانستان څخه د امریکا د وتلو د پرېکړې بی پرې کوي.
مکرون ازادي راډیو ته ټینګار کړی، چې د افغانستان خلک پیاوړي دي او د دې هېواد ښځې او نجونې باید راتلونکي ته هیله منې وي.
هغه وایي: مونږ هغه څه کړي، چې کولی مو شول؛ مونږ باید د مهاجرینو له منلو وروسته د دغو خلکو ساتنه وکړو.
غربي هېوادونو تل په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر زدهکړو او کار د اسلامي امارت پر بندیزونو نیوکې کړې دي.
اسلامي امارت ویلي، چې دا د افغانستان داخلي مسله ده او هېوادونه باید په کې لاسوهنه ونکړي.
