تازه خبرونه

افغان هوايي شرکتونه سعودي عربستان ته له سره الوتنې پېلوی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د هوايي چلند خپلواكې ادارې چارواكي وايي، افغان هوايي شرکتونه سعودي عربستان ته له سره پروازونه پېلوی. سعودي عربستان دغه هېواد ته د ځینو شرکتونو په پروازونو بندیز لګولی و، چې افغان هوايي شرکتونه هم په دې ډله کې وو.
وخت نا وخت د غېر معیاري الوتنو له کبله پر افغان هوايي شرکتونو او په ځانګړې توګه پر افغان هوايي شرکت د سیمې او یا هم د اروپایی هېوادونو لخوا د الوتنو بندیز لګول کېږي.
سعودي عربستان هم دغه هېواد ته په دې وروستیو کې د افغان هوايي شرکتونو په پروازونو بندیز ولګاوه.
اوس د افغان هوايي چلند د خپلواکې ادارې ویاند قاسم رحیمي وايي، چې له سعودي چارواکو سره تر خبرو وروسته يې دا ستونزه حل کړې او افغان هوايي شرکتونه کولی شي، چې دغه هېواد ته پروازونه وکړي.
سعودي عربستان وايي، هغه الوتکو ته اجازه نه ورکوي، چې دغه هېواد ته پرواز وکړي چې پنځه ویشت کاله چلېدلي وي.
رحيمي دا مني، چې د افغان هوايی شرکتونو ځینی الوتکې زړې دي خو د نړیوالو معیارونو سره برابرې چک او پرواز ته چمتو کېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې سږ کال افغان هوايي شرکتونه تیاری نیسي، چې افغان زیارت کوونکي سعودی عربستان ته دوی واستوي.

Trending

Exit mobile version